اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد په كورنګ ناله كښې په سېلابي چپو كښې د ګير شويو ماشومانو په بچ كولو د رېسكيو ډلې كاركردګي ستائېلو سره وئېلي دي چې پاك بحريه٬د اسلام آباد انتظاميې٬پوليسو او د رېسكيو 1122 عملې د فرض شناسي مثال جوړ كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د مېډيا آفس لخوا جاري شوي يو بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې طوفاني سېلابي ريلۍ كښې د رېسكيو عملې چې د كومې جانفشاني٬چابكدستي٬مهارت او دليرۍ مظاهره كړې په دې هغوي ته پیرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل چې په موسمي حالاتو كښې والدين دې د خپلو بچو حفاظت په اړه د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي٬ د لوے څښتن مننه ده چې كومه پیښه نه ده رامخې ته شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې د پینډۍ پشمول د ټول هېواد ضلعي انتظاميې٬پوليس او رېسكيو ډلې دې د اسلام آباد د ډلې تقليد وكړي۔ دا پېښه ټولو لپاره مثال دے كه چرې مونږ دا ډول ټيم ورك٬محنت او د زړه نه كار وكړو نو انشاﺀالله د سخت طوفاني رېلو څخه به كاميابۍ سره ووځو۔ ده ووئيل چې مونږ به په طوفاني بارانونو او سېلابي صورتحال كښې د قامي او انساني همدردۍ جزبې سره د خپلو مينه والو مرسته وكړو
په سېلابي چپو كښې د ګير شويو ماشومانو بچ كولو سره پاك بحريه٬د اسلام آباد انتظاميې٬پوليسو او د رېسكيو 1122 عملې د فرض شناسي مثال جوړ كړے۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری