لاهور 28 فروري (اے پي پي) د صدر ډاکټر عارف علوي کورودانې بيګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي د پاکستان ميرمنې د هېواد په پرمختك كښې لوئې كردار ترسره كوي، حکومت ميرمنو له حقونه وركولو لپاره سنجيده اقدامات كوي، دين اسلام هم ميرمنو له د جائز حقونو وركولو په اهميت زور راوړي ،د ميرمنو معاشي خود انحصاري د نوو نسلونو ښه روزنې لپاره ضروري ده ، د پاکستان ميرمنې د پرمختګ كړو هېوادونو په شان صلاحيت لرونكې او خوارې كښې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د يونيك ګروپ آف انسټي ټيوشنز(يو جي آئي) د سيورې لاندې ميرمنو شخصيات ته پيرزوئنې وړاندې كولو له دستورې ته وينا كښې وكړه۔وړومبۍ ميرمن ووئيل د پاکستان ميرمنې د ټولنې سماجي اقدار تر مخه د هېواد په برمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي،د پاکستان ميرمنې د پرمختلګ كوونكو هېوادونو په شان صلاحيت لرونكې او خوارې كښې دي، دې ووئېل د پاکستان جوړيدو نه پس زمونږ ميرمنو د ژوند په بيلو څانګو كښې خپل صلاحيتونه ښودلي۔ بيګم ثمينه عارف علوي ووئيل دين اسلام هم ميرمنو له د جائز حقونو وركولو په اهميت زور راوړې خو د بده مرغه د پاکستان ميرمنو ته په دغه ترلاسه كيدو كښې ستونزې رامخې ته كېږي، دې ووئېل موجوده حکومت د ميرمنو حقونو ته خاص پام لرنه كوي ځكه چې د هېواد 50 فيصده آبادي په ميرمنو مشتمل ده، د ميرمنو تحفظ او د دوي د مسئلو حل كولو لپاره سنجيده اقدامات کيږي۔دې په كلتوري اقدار او روايات عمل كولو زور راوړلو سره ووئيل موجوده حکومت د زدكوونكو تعليمي ضروريات تر سره كولو لپاره عملي اقدامات کوي،دغسې ميرمنو كښې باور راپيدا كولو ته اړټيا ده چې دوي ترقي وكړي او د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه واچوي
د پاکستان ميرمنې د هېواد پرمختګ كښې لوئې كردار ترسره كوي، حکومت ميرمنو له حقونه وركولو لپاره سنجيده اقدامات كوي، د وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه عارف علوي دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : کڑک