اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره امريكائي سفير ډيوډ هېل د زيارت په ورځ ليدلې دې ۔ د پاكستان او امريكې اړيكو او د امنيت پشمول بېلو چارو له په روانه دوه اړخيزه مرسته او د منطقې په وضعه خبرې وشوې۔د داخله وزارت لخوا جاري كړی بيان ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار په حقله په مېډيا د خپورو شوو ځينې امريكائي كانګرېس غړيو او د امريكائي اهلكارو په بيانونو د داخله وزير لخوا د سختو تحفظاتو څرګندونه وكړې شوه۔ده ووئيل پاكستان او پاكستانې اولس چې پھ دې جنګ كښې څومره زيان پورته كړی دا د امريكې پارليمنټرين ته معلومه ده ۔ده ووئيل داسې بيانونو سره د پاكستان دننه د امريكې پھ اړه سخت رد عمل رامخې ته كيږي ۔داخله وزير ووئيل سيمه كښې امن له د پاكستان په جدي هڅو غېر ضروري نكته چيني او تورونه لګول د شريكې ګټې ترلاسه كولو په لاره كښې خنډان راپېدا كولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد ترلاسه شوې كاميابۍ نه يوازې زمونږ بلكې د منطقې محفوظه سباؤن لپاره زمونږ په زړه پورې هڅو عكاسي كوي۔امريكائي سفير پھ دې مهال ووئيل امريكا د ترهه ګرۍ پھ ضد روان جنګ او پھ خاص توګه د ضرب عضب كاميابۍ او د منطقې امن لپاره د پاكستان هڅې تسليموي۔امريكائي سفير د امنيت او اميګرېشن پھ اړھ داخله وزارت او د اېف آئي اے د كردار او ګامونو ستائنه وكړه
د پاكستان او امريكې اړيكو او د امنيت پشمول پھ بېلو چارو د دوه اړخيزه مرستې او د منطقې په وضعه خبرې
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر