اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د غريبۍ ختمولو لپاره مونږ ټولو له په ګډه جهاد كول دي٬د غريبۍ ختمول كومه يو?? فارموله نا د كوټلي اقداماتو تقاضه لري”د احساس”په نامه د غريبۍ ختمولو لپاره چې كوم ??رو??رام پېل كړی كېږي٬د هغې په نتيجه كښې به پاكستان د غريبۍ څخه خلاص شي ٬پسمانده او كمزورو طبقو لپاره د 80 اربه روپو اضافه كېږي٬دا روپۍ به په راروانو دوو كلونو كښې 120 اربه روپو ته ورسولې شي٬كوم هم حكومت د غريبۍ كمولو لپاره دومره خرڅ نه دې كړې٬د 57 لكه مېرمنو سيونګ اكاؤنټس به جوړولې شي پھ كليو كښې به غريبو مېرمنو له كورنۍ چرګې او بيزې وركولې شي٬په هر ښار كښې به بې وزله كسانو له كورونه جوړولې شي٬د سود نه غېر قرض لپاره پنځه اربه روپۍ بېلې كړی شوې٬پاورټي ايلويېشن فنډ كښې 25 اربه روپۍ وركړی شوي٬تر ټولو زياتو پسمانده ضلعو كښې 1200 كليو كښې به كنيكټيوټي وركولې شي٬د پاكستان د تاريخ تر ټولو ښه بلدياتي نظام به معرفي كولې شي۔د حكومت په زمكه چې څومره هم كېبنې شته په هغې كښې د غريبانو كوټه مقررولې شي٬د اسلام آباد په كچه آبادو كښې اوسېدونكو له به پليټونه وركولې شي۔ده د شورو په ورځ كنونشن سنټر كښې پاورټي ايلويېشن كوآرډينېشن كونسل ترمخه”احساس”په نامه د غريبۍ ختمولو كوټلي بروګرام پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع وفاقي وزيران٬د كابينې غړي او اولس ګڼ شمېر كښې موجود وو۔وزيراعظم د بېنظيرانكم سپورټ ??رو??رام چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر ته د غريبۍ ختمولو په اړه په كوټلي دستاويز جوړولو پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ په ګډه د غريبۍ ختمولو جهاد پېل كړی٬د انسان دنيا ته د راتللو مقصد هم دغ?? دې۔وزيراعظم ووئيل كه د ټولنې څڅه غريبي ختمول وي نو د هغې كومه يو?? فارموله نه شته ٬دا نه شي وئېلې كېدې چې يو كار به وكړو نو غريبي به كمه شي۔د غريبۍ ختمولو كوټلي اقداماتو ته اړتيا ده۔د دې ??رو??رام كاميابۍ لپاره به هلې ځلې كولې شي او د دې لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د اسلام په نامه جوړ شوې هېواد دې۔مونږ له به اسلامي تعليمات او د مدينې رياست ماډل تل لپاره تر نظر ساتل وي او په دې لړ كښې عملي اقداماتو ته اړتيا ده خو زمونږ بدقسمتي دا ده چې په دې هېواد كښې چا هم تراوسه څه تحقيق نه دې كړې او د دغې ماډل پيروي يې نه ده كړې۔ده ووئيل د هر يو څيز يو ماډل وي٬په نړۍ كښې وګړي رول ماډل وي كوم هم انسان چې كاميابېږي وګړي د هغه د ژوند څخه زده كړه كول غواړي۔وزيراعظم د حضرت عمر رضي الله تعالٰی عنه د قول حواله وركړه چې كه سپې هم د لوږې مړ شي نو زه به يې ذمه وار يم۔ده ووئيل په اروپا ﺀ كښې سپې هم د لوږې نه مري۔ده په هېواد كښې د صحت حالت ذكر كولو سره ووئيل چې 43 فيصده ماشومانو اسټنډ ګروت دې٬زمونږ مشرانو دا واضحه كړی وه چې پاكستان به يو اسلامي رياست جوړېږي٬نن تاسو اوګورۍ چې د هغوي د وژن په حقله مونږ چرته رسېدلې يو??وزيراعظم د غريبۍ ختمولو په اړه د ??رو??رام د دستاويز وضاحت كولو سره ووئيل دا د مدينې د اسلامي فلاحي رياست بنيادي اصول تر نظره ساتلوسره وضعه كړې شوې۔وزيراعظم ووئيل د انسانيت د مرستې لاره د لوے څښتن لاره وي او دا هغه لاره ده د كومې چې هر مسلمان پنځه وخته لمونځ كښې د لوے څښتن څخه طلبګار وي۔ده ووئيل د دغې لارې زمونږ نظام متقاضي دے۔وزيراعظم ووئيل كله چې ما د مور په نامه د شوكت خانم روغتون جوړولو سوچ وكړو نو د هغې محرك يو مشر كس ؤ څوك چې د كينسر په رنځ اخته وو او د ميو روغتون څخه بهر پروت ؤ ۔د هغه ورور به پخپله ټوله ورځ مزدوري كوله دغسې چې د خپل ورور درملنه وكړې شي۔ده ووئيل ما ته هم دغ??ته څخه دا خيال راغلو بايد زمونږ په هېواد كښې هم يو داسې روغتون وي چرته چې د كينسر درملنه كېږي۔ده ووئيل د چا په كور كښې چې د كينسر رنځور وي نو هغه كور زياتو ستونزو سره مخ وي۔وزيراعظم ووئيل كله چې ما روغتون پیل كړو نو زه درې٬څلور كاله ګرځيدم او زه په دې نه پوهېېدم چې ما له څه كول دي ځكه چې ماته وئېلي شوي وو چې د كينسر روغتون جوړول يو مشكله منصوبه ده۔ده ووئيل كله چې ما د 70 كروړه روپو ??رو??ه پېل كړه نو 1 كروړ روپۍ په بانك كښې وې او يو?? ورځ هم دا ??رو??ه نه ده ځېنډېدلې۔ده ووئيل په 70 كروړه روپۍ روغتون جوړیدلو او هر كال 70 نه تر 75 فيصده رنځورانو وړيا درملنې په وجه 600 كروړه روپۍ خساره كېدله خو هر كال به دې قام د تېر كال څخه زياتې پيسې وركولې۔ده په دې موقع د چين مثال وړاندې كولو سره ووئيل 30 كاله وړاندې څه حال وو٬ 70 كروړه اولس پھ 30 كاله كښې د غريپۍ څخه د ويستلو منصوبه جوړه شوه او دا سوچ وكړې شو چې چين به د ڼړۍ تندۍ سره پرمختګ كونكې معيشت جوړېږي بيا هغوي هغه پريكړی وكړی كومې چې مونږ نن كوو۔ده ووئيل په راروانو دريو كلونو كښې به په غريبۍ كښې نور هم كمې اوشي ٬ مونږ چې كوم ??رو??رام پېل كړی دې سره به د پاكستان اولس د غريبۍ څخه بهر شي۔ده ووئيل كوم هم حكومت د غريبۍ ختمولو لپاره دومره پيسه نه ده خرڅ كړی څومره چې موڼږ خرڅ كوو۔ده ووئيل د سوشل پروټېكشن اينډ پاورټي ايلويېشن په نامه به نوې وزارت جوړولې شي كوم به چې د دې ??رو??رام كوآرډينېشن كوي۔يو ډېټا بيس به جوړولې شي كوم به چې تر دسمبر بشپړ شي۔د ون ونډو آپرېشن د لارې به اولس له په يوځاې ټولې آس??نۍ وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د 57 لكه مېرمنو سيونګ اكاؤنټس به جوړولې شي او هغوي له به موبائل فونز وركولې شي او چې د لارې به هغوي تر بانك اكاؤنټس رسنه ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل مېرمنو له به د بانك اكاؤنټس آس??نۍ هم وركولې شي۔ده ووئيل د دې ??رو??رام ترمخه به يوازې نغدې روپۍ نه بلكې د ژوند ښه كولو موقعې وركولې شي
د وزيراعظم عمران خان پاورټي ايلويېشن كوآرډينېشن كونسل ترمخه”احساس”په نامه د غريبۍ ختمولو كوټلي بروګرام پرانستې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا