اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د قومی اقتصادی کونسل اېګزېکټو کمېټۍ (اېکنک) د 19 منصوبوں منظ??ري وركړه۔ د اېکنک غونډه د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د وزیراعظم د مصروف پاتې كېدو له امله د غونډې مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سنېټر اسحاق ډار وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې وزير ٬ د منصوبه بندۍ وزير ٬ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ٬ د صوبائي حكومتونو اس??از?? او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټي (سی ډی ډبلیو پی) بېلو غونډو كښې په تجويز كړې شويو 21 ايجنډا آئټمز غور وكړے شو۔ په غونډه كښې د 19 منصوبو منظ??ري وركړې شوه۔ په بلوچستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بيا بحالۍ كار په ګړندي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فورم د 4 سوه ملین ډالر ورلډ بېنک فنډ څخه د ا??ټې??رېټډ فلډ ریسیلینس اینډ ایډاپټیشن پروګرام (IFRAP) څلور ذيلي اجزاﺀ منظ??ري وركړه۔ په پی اېس ډی پی 2024-25 كښې په بلوچستان كښې د بيا ودانۍ منصوبو له 11.2 بلین روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ په فورم كښې د سندھ لخوا د پېل كېدونكو ځ??نې منصوبو منظ??ري هم وركړې شوه۔ په دې منصوبو كښې د 296 ارب روپو نظرثانی شوې فلډ ریسپانس ایمرجنسی هاؤسنګ پروجېکټ هم شامل دے۔ په دې كښې د وفاقي حكومت لخوا د 50 اربه روپو وعده شوې ده۔ په پی اېس ډی پی 2024-25 كښې په سندھ كښې د كورونو بيا جوړولو له د وفاقي برخې په توګه 30 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ په سندھ اے ډي پي كښې شامل د نورو كومو منصوبو چې منظ??ري وركړې شوې ده په هغو كښې کراچی واټر اېنډ سیوریج سروسز امپروومنټ پروجیکټ فیز II او د کراچۍ د مسابقتی او د پاتې كېدو وړ ښار شامل دے۔ فورم په كراچۍ كښې د 13.502 بلین روپو معقول لګښت سره د ګرین لائن بی آر ټی اېس آپرېشنل كولو نظرثاني شوي پي سي ون هم م??ظ??ري وركړه۔ فورم د رېلوے لائن -1 (اېم ایل ۔ ون ) اپ ګرېډېشن لپاره يو وارې بيا ترميم شوې پی سی ۔ ون کلیئر نه كړو او پاكستان رېلويز ته يۍ مشوره وركړه چې هغه په وړو منصوبو او د پېكجونو په تيارولو غور وكړي كوم چې فنانسنګ او عملدرآمد لپاره مخصوص وي۔ د وفاقی حکومت او صوبو ترمينځه يو برابر شيئر كولو لپاره د 68.25 ارب روپو په لګښت سره د هېپاټائټس سی انفېکشن ختمولو له د وزيراعظم د پروګرام هم م??ظ??ري وركړې شوه۔ فورم پلاننګ کمېشن ته وفاقي حكومت سره موجود كمز??ري مالي ګنجائش او د روانو منصوبو په وخت بشپړ كېدل نظر كښې نيولو سره د پبلك سېكټر ډويلپمنټ پروګرام جاج اغستلو له د يو مشق كولو هدايت هم وكړو۔ دا منظ??ري په ګرد هېواد كښې په معاشي پرمختګ ٬ بحالۍ او د وګړو په ژوند كښې بهتري رامخې ته كولو له د حكومت د عزم څرګندونه كوي۔
د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومی اقتصادی کونسل د ايګزیکټو کميټۍ غونډه ٬ د 19 منصوبو منظوري وركړې شوه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ