اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د اېن ډي اېم اے تر سيوري لاندې د پشكال سيزن په حقله يو ورځنۍ كنفرنس شوې ۔د كنفرنس مشري ۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال عمر محمود حيات كوله۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزارت٬د اوبو او برېښنا وزارت٬د رېلوے وزارت٬د واپډا٬ډ صوبائي ادارو٬فاټا٬د وسله والو ځواكونو٬سي ډي اے٬نيسپاك٬سپاركو٬نيفرون٬د ملګرو ملتونو ادارو٬د پاكستان سكاؤټس اېسوسي اېشن٬د پاكستان ګرنر ګائيډ اېسوسي اېشن٬د پاكستان هلال احمر او د نورو صوبائي او وفاقي ادارو استازي موجود وو۔په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرال عمر محمود حيات ووئيل د كنفرنس مقصد د بهرني موسم لپاره د چمتوالي اقداماتو جاج اخستل او د صوبائي ادارو ترمينځه د سېلاب مخ نيوي مرستې په چارو او د پروژو په اړه هم غږي پېدا كول دي۔د كنفرنس پھ مهال د پاكستان د موسمياتي محكمې لخوا د موسم په اړه بريفنګ وركړې شو او په دې كښې ووئيل شول د كال 2017م د جولائي پھ مياشت كښې به د معمول له مخې بارانونه كېږي او د اګست او ستمبر په مياشتو كښې د كم باران امكانات دي۔ دوي ووئېل په خېبرپښتونخوا٬آزاد كشمير او د ګلګت بلتستان په غريزه سيمو كښې به بارانونه زيات كېږي۔په ډېرو ځايونو د سخت باران له امله د سېلاب صورتحال هم پېدا كېدې شي دغسې سخت بارانونه په ښارونو كښې دننه هم د سېلاب صورتحال پیدا كولې شي
د اېن ډي اېم اے تر سيوري لاندې د پشكال سيزن په اړه يو ورځنۍ كنفرنس وشو
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری