اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي﴾ د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په ضد به سازشونه ناكام شي٬ د پروېز مشرف او د پېپلز ګوند په دور كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشرانو په ضد د بدعنوانې كوم ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ د اتوار په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پروېز مشرف په 9 كلن او د پيپلز ګوند په 5 كلن دور كښې څو ځله هڅې وكړې شوې خو مسلم ليګ﴿ن﴾ مشرانو په ضد كوم د بدعنوانې ثبوت وړاندې نه كړے شو۔ ده ووئيل چې زمونږ د مشرانو تېر وخت سپېځلې دے او د دوي په ضد به سازشونه ناكام شي۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مشرانو څخه د دوي د ذاتي كاروبار په اړه پوښتنې كولې شي او دا خبره د قبلولو وړ نه ده چې كاروباري چارې دې بدعنوانې سره وتړل شي۔ ده ووئيل چې د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد او د تحريك انصاف مشران د انكوائرې ډلې د وياند كردار ترسره كوي۔ ده د شېخ رشيد په بيان د سوموټو اېكشن اخستلو غوښتنه وكړه په كوم كښې چې ده وئيلي دي چې په راتلونكو لس ورځو كښې نګران سېټ اپ جوړ شي۔ ده ووئيل چې د دري سياسي ګوندونو نه ايستل شوې كس ډرامې كوي او بايد د هغه نه پوښتنه وكړې شي چې هغه د چا ترجماني كوي۔
د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری