اسلام آب??د 18 فروري (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي بايد يو امناك، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره ټولې ډلې تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او د شخړې په سياسي ډول هواري لپاره په تعمیری انداز په ګډه كار وكړي،د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته او د خبرو اترو د لارې سياسي حل لټولو سره مخ په وړ??ند?? تلل يواځنۍ لار ده،افغانستان كښې د امن راتللو سره به د سيمي او د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د افغانستان د مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولی مسعود سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات كولو۔وزیراعظم د احمد ولی مسعود هركلے كولو سره ووئيل پا??ست??ن ??و افغانستان د ورورولۍ اړيكې ،شريك تاریخ، مذهب ، كلتور او روایات لري۔ ده د افغان مزاحمت په مهال د يو مهم مجاهد لیډر په توګه د ارواښاد احمد شاہ مسعود تاریخی کردار ذکر وكړو۔وزیراعظم ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او د خبرو اترو د لارې سیاسی حل لټولو سره مخ په وړ??ند?? تلل يواځنۍ لار ده۔ وزیراعظم ووئيل د افغانستان نه پس پا??ست??ن ،افغانستان كښې د امن راوستو تر ټولو زياته خوښي لري ځكه چې پاكستان د دې شخړې په وجه زيات ځپلے شوے ۔افغان امن عمل په تناظر كښې وزیراعظم ووئيل پا??ست??ن د نړيوالو مذاکرات پيل كولو او د امریکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامې له د آسانيو لپاره بشپړه مرسته كړې ۔ نړيوال مذاکرات يوه تاريخي موقع وركوي ??و افغان قیادت بايد يو كوټلي ،په پراخه بنيادونو او مقصد لرونكې سیاسی حل لپاره هڅې وكړي۔ وزیراعظم ووئيل پا??ست??ن په ټولو ډلو زور راوړې چې د تشدد ختمولو ، جنګ بندۍ او يو امناكه ، مستحکم او سوكاله افغانستان لپاره سیاسی حل ته رسيدو له په تعمیري انداز په ګډه كار وكړي۔وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې امن سره به د سيمې او نړۍ په اقتصادی پرمختګ ، سيمه ايز تجارت او د ښو رابطو د لارې مثبت اثرات مرتب شي۔احمد ولی مسعود او د هغه پلاوي دا دورہ دوه اړخيزه اړېكو ته د ودې وركولو لپاره افغان لارښودو سره رابطو ??و افغان امن عمل په اړه شريكې همغږۍ ته د ودې وركولو د پا??ست??ن د پالیسيو تسلسل دے
وزیراعظم عمران خان سره د افغانستان مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولی مسعود ملاقات
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria