اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی)د وزیرا عظم عمران خان د سعودی عربستان درې ورځنۍ كاميابې دورې په مهال د دواړو هېوادونو مشرتابه خپلو خبرو كښې معاشی مرستې ٬ سرمايه كارۍ ٬ او تجارت كښې آسانۍ وركولو پلو پام وكړو۔ په تېرو وختونو كښې د پاكستان او سعودي عربستان مشرتابه دوه اړخيزه دورو د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكو او نزدې مرسته كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د سعودي عربستان درې ورځنۍ دوره پېل كړه۔ د دې دورې مقصد تجارت ، سرمایه کارۍ ، توان ، پاکستانی خواري كښو ته د ملازمتونو موقعې وركولو او سعودی عربستان كښې د پاكستاني كميونټي خېر ښېګړې په شمول په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه كول وو۔ د وزیراعظم عمران خان كال 2018 كښې اقتدار كښې راتللو نه وروسته دا د سعودي عربستان درېمه سركاري دوره وه۔ د وزيراعظم د سعودي عربستان دورې په مهال جاري كړې شوي د ګډې بيان كښې وئيلي شوي چې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له پاكستان او سعودي عربستان د وزيراعظم عمران خان اوسنۍ دورې په مهال يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك كړې دي كومو كښې چې د سعودی پاکستان سپریم رابطه كونسل جوړولو سره لوظنامه ٬ د سزا شويو مجرمانو منتقل كولو لوظنامه ، د جرمونو مخنيوي څانګه كښې د مرستې لوظنامه٬ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي له د تفاهم يادښت او د توان ، پن برېښنا پېداوار، انفراسټرکچر، ټرانسپورټ او مواصلات او د آبی وسائل پرمختيائي منصوبو كښې سرمايه كارۍ لپاره د سعودي د پرمختګ فنډ او پاكستان ترمينځھ د تفاهم يادښت لا ليك كېدل شامل دي۔ د ملاقاتونو په مهال د فريقېنو ترمينځه د شريكې خوښی ٬ سيمه ايزو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې سره سره دوه اړخيزه سلامتيا او پوځي اړيكو كښې په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وشوه او د ګډې هدفونو ترسره كولو له د مرستې په مستحكم كولو صلاح راغله۔ په دې مهال د سائنس اېنډ ټېکنالوجی، توان ، كركيلې او كلتور په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې لا مستحكم كولو ته هم پام وګرځولے شو۔ دا خبره خوشبينه ده چې سعودي ولي عهد وزيراعظم عمران خان ته باور وركړو چې د هغه د پاکستان پرمختګ كړي فلاحي رياست جوړولو ويژن ملاتړ به روان ساتلے شي۔ دواړو لارښودو مذهبي انتها خوښي مسترد كولو او د تشدد او انتها خوښۍ نوغې ويستلو سره د نړيوال امن او سلامتيا هدفونه ترلاسه كولو له د اسلامي نړۍ په ګډه د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ فريقېن په دې هم اتفاق وكړو چې ترھګري كوم مخصوص مذهب ٬ كلتور ٬ قوميت يا ډلې سره تعلق نه لري۔ د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو او عرب امن اقدام نظر كښې نيولو سره د فلسطيني اولس پېدائشي حق او په خاص توګه د هغوي د خپلواكۍ حق او د كال 1967 نه وړاندې پولو سره هغوي لپاره د وطن جوړول چې پلازمينه ئې بېت المقدس وي هم اعتراف وكړے شو۔ هغوي د ملګرو ملتونو او د هغې د سفيرانو هڅو په تناظر كښې د لېبيا او سوريه سياسي حل په زړه پورې ملاتړ وكړو۔ فریقینو د يمن مسئلې سياسي حل ته رسېدلو لپاره د هڅو په اهميت زور راوړو۔ ولی عهد افغان امن عمل كښې د پاكستان د كردار اعتراف وكړو۔ وزیراعظم عمران خان سره ملاقات كښې ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاکستان او هند ترمينځھ د 2003 جنګ بندۍ لوظنامې له مخې كنټرول لائن جنګ بندۍ سره د اړوند اوسني پوځي تفاهم هركلے وكړو۔ هغوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د حل طلب چارو او په خاص توګه د منطقې امن مضبوط او مستحكم كولو له د كشمير مسئلې حل له د مذاكراتو په عمل زور راوړو۔ د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځه د څو لسيزو نه مضبوطې اړيكې راروانې دي۔ پاكستانې اولس د حرمېن شريفېن له امله سعودي عربستان ته خصوصي اهميت وركوي۔ دواړه هېوادونه يو بل سره پوځي ٬ معاشي او سياسي اړيكې لري۔ وزیر اعظم عمران خان خپل پلاوي سره روضه رسول (ص) ته حاضري وكړه۔ روژه ئې ماته كړه٬ مسجد نبوي (ص) كښې ئې د ماښام لمونځ او نفلونه ادا كړل۔ دې نه ځالنه وزيراعظم اسلامي تعاون تنظيم سېكرټري جنرل ډاكټر يوسف العسمېن سره د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې دوئي په نړيواله وررولۍ زور راوړو چې هغه دې د عقیدې، مذهب او سوچ اختلاف په بنياد د عدم برداشت او تشدد په ضد د خپل عزم څرګندونه وكړي۔
د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان درې ورځنۍ كاميابې دورې په مهال يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك شول
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania