ملګري ملتونه 04 مارچ (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم وئيلي دي چې د 77 ګروپ غواړي چې د كورونا واكسين په نړيواله كچه د اولس د خېر ښېګړې اقدام وګڼلې شي، د پاكستان سفير په ملګرو ملتونو كښې د 134 پرمختګ كوونكو هېوادونو د اتحاد چيئرمېن دے. دا اتحاد د خپلو غړو د اجتماعي اقتصادي مفاداتو ودې لپاره جوړ كړے شوے. پاكستاني استازي منير اكرم د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر عبدالله شاهد لخوا رابلل شوي مشاورتي پېنل ته وېنا كوله كوم چې تېر كال د عمومي سېكتر انتونيو ګوترش د لارې د پېل كړې شوې شريكې اېجنډې په نوم پروژه عملي كولو لپاره وقف و. د ګروپ 77 چيئرمېن ووئيل چې ګروپ د كال 2022م تر نيمائي په ټوله نړۍ كښې د كورونا واكسين ترلاسه كولو لپاره نړيوال وېكسي نېشن پلان لپاره د عمومي سېكتر د تجويز ملاتړ كړے دے. پاكستاني استازي ووئيل چې د 77 ګروپ غواړي چې د كورونا واكسين په نړيواله كچه د اولس د خېر ښېګړې اقدام وګڼلې شي.
د 77 ګروپ غواړي چې د كورونا واكسين په نړيواله كچه د اولس د خېر ښېګړې اقدام وګڼلې شي. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني استازي مشاورتي پېنل ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ