پېنډې 06 جون (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې اولس دښمن عناصر د هېواد پرمختګ نه غواړي، ناكامي به د مخالفينو مقدر جوړېږي، په زمكه كښې لاندې د اوبو په كچه كښې د خطرناك كمي له امله د اوبو په كمي قابو موندلو لپاره كوټلي او جامع اقدامات كولې شي. د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل چې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې به راتلونكو دوه كلونو كښې په پنډې كښې جوړېدونكي پنځه بندونه ترسره كړې شي او دې سره به په ټوله ضلع كښې د اوبو كمې ختم شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پوهانو له مخې تر كال 2025م په پاكستان كښې د اوبو د كمي سختې ستونزې پېدا كېدې شوې خو حكومت د دور اندېشې څرګندونه كولو سره د اوبو په بحران قابو موندلو لپاره موثره حكمت عملي خپله كړې او د وړوكو بندونو په جوړولو ئې كار ګړندے كړے. ده ووئيل چې په پنډې كښې د اوبو د كمي په مسئله قابو موندلو لپاره به په كال 2023م كښې پنځه بندونه ترسره شي.
په پېنډې كښې د اوبو په كمي قابو موندلو لپاره كوټلي او جامع اقدامات كولې شي. غلام سرور خان
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل