اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د افغانستان پحقله د سلامتي كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د پاكستان درخواست نه دے تسليم كړے شوے٬ هند سره د سلامتي كونسل د صدر په حيث داسې رويه ښه نه ښكاري٬ افغانستان كښې امن لپاره به نړيوالې ورورولۍ له كردار لوبول وي٬ پاكستان په افغانستان كښې د پوځي قبضې په حق كښې نه دے٬ په افغانستان كښې زمونږ كردار د معاونت دے٬ د ضامن نه٬ افغانستان كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو تشويش لرو٬ په پاكستان د افغان مذاكراتو د ناكامۍ ملبه اچولو له هڅې كېږي٬ د سي پېك په منصوبه به كار روان وي۔ د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې خبري كفنرنس ته ده ووئيل په شپږم اګست د افغانستان په صورتحال په سلامتي كونسل كښې خاص بريفنګ وركړے شوے او(نن) د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان د افغانستان صورتحال په اړه د مهمې غونډې مشري كړې۔ ده ووئيل زما په خيال مونږ له د سلامتي كونسل په دغه غونډه كښې رابلل پكار وو، مونږ په دې لړ كښې باقاعده درخواست هم كړے ؤ خو ھغه نه دے تسليم كړے شوے۔ روانه مياشت كښې چې كله د سلامتي كونسل صدارت هند ته يو مياشت لپاره وسپارلے شو نو مونږ واضح كړې وه هند دې د ذمه وار رويه خپله كړي خو د سلامتي كونسل د مستقل غړي خواهش لرونكې هند د ذمه وارۍ څرګندونه ونه كړه۔ده ووئېل هند سره د سلامتي كونسل د صدر په حيث داسې رويه ښه نه ښكاري۔ خارجه وزير ووئيل افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري ٬ دا شخړه يوازې په سياسي خبرو اترو هوارېدې شي٬ پاكستان پوهه دے چې د مسئلې حل د افغان ډلو په خبرو اترو كښې دے٬ پاكستان د طالبانو خبرو اترو ته كېښنولو كښې مهم كردار لوبولے خو د بده مرغه د نورو د ناكامۍ ملبه په پاكستان اچولې كېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ څو ځله وئيلي دي چې افغانستان كښې زمونږ كومه خوښه ډله نشته۔ ده ووئيل افغان حكومت نړيواله ورورولي ګمراه كولو لپاره بې بنسټه تورونه لګوي كوم چې مونږ رد كړي۔ پاكستان پوهېږي چې د تورونو لګولو په ځائې دائمي امن له مخ په وړاندې تلل غواړي۔ د افغانستان د سباؤن پرېكړه افغانانو له كول دي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د عدم استحكام څخه به پاكستان ته هم زيان رسي۔ مومنږ د افغان شخړې ځاني او مالي زيان پورته كړې۔ د امن په خاطر پاكستان د زرګونو كسانو قرباني وركړې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو تشويش لري۔ ده ووئيل د افغان ځواكونو د ناكامۍ لپاره پاكستان ذمه وار نه شي ګرځېدې۔ ده ووئيل افغانستان كښی د امن لپاره به نړيوالې ورورولۍ له كردار ترسره كول وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل سپلائرز په افغاسنتان كښې هم شته او بهر هم۔ ځينې عناصر امن او استحكام نه غواړي او پاكستان دسېنډوېچ په پوزيشن ساتل غواړي۔ ده ووئيل مونږ چې څه هم كوؤ د افغان اولس لپاره كوؤ۔ افغان اولس هم امن او استحكام غواړي او د سيمه ايزو او نړيوالو سټېك هولډرز په لوري ګوري۔ د داسو بريد په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د داسو بريد پلټنيو څخه د چين چارواكي خبر كړې شوي دي او د داسو بريد پلټنيو نتائج به ډېر زر ميډيا ته ورمخې ته كړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په افغان پوله 98 فيصده د فنسنګ عمل بشپړ كړے۔ د دې مقصد په غېر قانوني توګه د راتلونكو مخنيوې كول دي۔ خارجه وزير يو ځل بيا واضحه كړه چې پاكستان به خپله خاوره د افغان په شمول د چا په ضد هم كارولو له ورنكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه افغان مذاكرات كامياب شول نو د دغې څېره به د افغان مشرتابه په سر وي او كه خبرې ناكامه شوې نو د ناكامۍ ذمه وار به هم افغان مشرتابه وي۔ د پاكستان د اړخه هېڅ ابهام نشته۔ پاكستان به خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ د سي پېك په حقله خارجه وزير ووئيل د پاكستان ترجيحات واضحه دي۔ په سي پېك ټول قام اتفاق لري۔ د سي پېك پروژ په نخښه كولو وخت په وخت هڅې شوي دي خو د سي پېك په اړه زمونږ عزم مضبوط دے۔ د سي پېك پروژه د نړۍ په سترګو كښې ازغې دې۔ خارجه وزير واضحه كړه د سي پېك پروژه د پاكستان په ګټه ده۔ سيرينا ٬ داسو ٬ جوهر ټاؤن او د كوئټه بريدونه د سازشونو كړۍ دي۔ د سي پېك په پروژه به كار دغسې روان پاتے وي۔ خارجه وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان په 2026 كښې د سلامتي كونسل صدارت لپاره هلې ځلې پېل كړي دي۔ د افغان كډوالو په حقله ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته ښكاره وئيلي دي چې پاكستان د 30 لكه افغان كډوالو د تېرو څو لسيزو څخه كوربتوب كوي۔ مونږ د خپلو لږ وسائلو دننه د هغوي كوربتوب كوؤ۔ مونږ د لا كډوالو متحمل كېدے نه شو۔ مونږ نړيوالو ورورولۍ ته وايو چې هغوي د افغانستان رغونې او امن او استحكام له مرسته وكړي۔ د افغان سفير د لور د پېښی په حقله خارجه وزير ووئيل چې كله د افغان سفير د لور چاره رامخې ته شوه نو زه خفه شوم ځكه چې مونږ خپل اقدار لرؤ۔ خو چې كله د پلټنيو نه پس حقائق راغلل نو هغه د صورتحال برعكس وو۔ مونږ په ديانتدارۍ پلټنې كړي دي او چې كله د افغانستان سفير بېرته وغوښتلے شو نو هم مونږ ووئيل چې افغان حكومت له په خپله پرېكړه بيا نظر اچول پكار دي۔ مونږ د افغانستان خارجه وزير سره ټول معلومات شيئر كړي او هېڅ مو پټ نه دي ساتلې۔ مونږ د لا پلټنو لپاره تر ماشومې رسېدو ته ضرورت لرؤ
د افغانستان پحقله د سلامتي كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د پاكستان درخواست نه دے تسليم كړے شوے٬ هند سره د سلامتي كونسل د صدر په حيث داسې رويه ښه نه ښكاري٬ په افغانستان كښې زمونږ كردار د معاونت دے٬ د ضامن نه ۔ وزير خارجه شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق