اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېتۍ غونډه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پی اے سی چیئرمېن سید خورشید احمد شاہ په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د کمېټۍ غړو سناتور مشاهد حسېن سید، سناتور اعظم سواتی، سناتورې شیری رحمان، سناتور هدايت اﷲ، سناتور چوهدری تنویر خان، ډا??ټر درشن، رانا تنویر حسېن، ډا??ټر عذرا فضل، سردار عاشق حسېن ګوپانګ ، شاهدہ اختر ع??ی، صاحبزادہ نذیر سلطان او پرویز ملك سره د اړوندو سرکاری ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بین الصوبائی رابطې ، سائنس اینډ ټیکنالوجی، قامی خوراك تحفظ او دفاعی پیداوار وزارتونو د 13-2012 او 14-2013 د آډټ اعتراضات جاج واخستې شو۔ د بین الصوبائی رابطې وزارت د آډټ اعتراضات جاج اخستو په مهال سناتور مشاهد حسېن سید دا خبره په ګوته كړه چې د کشمیریانو زدكوونكو وظيفې ولې كمې شوي۔ پرویز ملك پشمول ټولې كمېټۍ په دې اړه د تشویش څرګند كړو ٬ د پی اے سی چیئرمېن د بین الصوبائی رابطې وزارت ته سپارښتنه وكړه چې بلوچستان، فاټا او کشمیریانو زدكوونكو له د وظيفو ټول تفصیلات پی اے سی ته وړاندې كړئ۔ د بین الصوبائی رابطې وزارت سيكتر ووئيل 2012ء كښې کمې شوې وه ، اوس دغه وظيفې باقاعدګۍ سره وركړې كېږي۔ سید خورشید احمد شاہ ووئيل وزارتونو كښې د سی ایف اوز کردار مهم وي ۔ كومو ادارو كښې چې په ښه ډول كار نه كېږي ، بايد هلته د آډټ ښه والې له ګامونه پورته كړې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې پی اے سی چې د كومې هم معاملې پلټنو له څومره وخت ټاكي پھ هغې عمل در آمد وكړئ۔ د پی اے سی سیکټريټ له به فالو اپ کول وي۔ د سائنس اینډ ټیکنالوجی آډټ اعتراضونو جاج په مهال سناتور چوهدری تنویر خان ووئيل بايد مونږ اصول تر نظره وساتو۔ كه كومه اداره د يوې روپۍ بې قاعدګی کوي يا د يو ارب د دغې به ځواب وركولې شي۔ سناتور اعظم سواتی ووئيل د وزير په هيث ما د 98 کروړ روپو کرپشن نيولې وو۔ وزیراعلیٰ شهباز شریف هغه وخت زمونږ مرسته كړې وه او مونږ په بانكونو كښې اکاؤنټس نيولې وو خو په کرپشن كښې ككړ ډا??ټر ریاض الدین له اوس يوه مهمه ذمه واري وركړې شوي۔ ده ووئيل په دغه 98 کروړ روپو كښې د 55 کروړ روپو ریکورې شوي او د پاتې روپو څه وشو۔ پی اے سی پھ دې معامله يوه اوونۍ كښې راپور وغوښت۔ د يو آډټ اعتراض جاج په مهال چیئرمېن سید خورشید احمد شاہ ووئيل دا مهال د 5 زره اربه روپو پرمختيائي سکیمونه ځنډېدلې دغسې كلن پرمختيائي پروګرام ترمخه د 750 اربه روپو سکیمونه روان دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد نوي هوائي ميدان مجموعي لګښت 37 ارب ؤ خو اوس 92 اربه روپو ته رسيدلې دے
د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا