کراچی ۔ 15 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي چې حكومت د رائې په څرګندونه او د صحافت په آزادۍ كلك باور لري۔ د خبريالانو مسئلو ته حكومت په جدي توګه پام كوي۔ دغسې چې خبرياله ورورولي د وړو لويو انفرادي اجتماعي مسئلو د فشار نه لرې اطمينان سره خپل پېشه ور خذمات ??رسره كړي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كښې د كراچۍ پرېس كلب عهدېدارانو او صحافت څانګې نوموړو شخصياتو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبېر او د پنجاب د اطلاعاتو وزیر مجتبیٰ شجاع الرحمن هم موجود وو۔دستوره كښې اولس مشر د كراچۍ پرېس كلب عهدېدارانو ته پرېس كلب لپاره د پنجاب حكومت لخوا د دوه نيم كروړه روپو چېك وركړو۔ اولس مشر ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې نن د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شريف او د كراچۍ پرېس كلب ترمينځھ د مرستې زړه خپلولي بيا تازه كېږي۔ اولس مشر ووئيل حكومت د رائې په څرګندونه او د صحافت په آزادۍ كلك باور لري۔ د خبريالانو مسئلو ته حكومت په جدي توګه پام كوي۔ دغسې چې خبرياله ورورولي د وړو لويو انفرادي اجتماعي مسئلو د فشار نه لرې اطمينان سره خپل پېشه ور خذمات ??رسره كړي۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ په خبرياله ورورولۍ وياړ دے چا چې په قدرتي او انساني آفتونو كښې په سختو امتحانونو كښې هم د جمهوري حقونو ساتنې له د خپلې ادارې نېك نامي په ځائې ساتلې۔ اولس مشر ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې زمونږ خبريالې ورورولۍ ګران هېواد كښې د جمهوريت بحالۍ او استحكام له د هڅو په مړانه ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل د قامي مقصدونو ترلاسه كولو له د ژوند بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كردار په ژوندو ټولنو كښې هم دغسې وي۔ مونږ بايد دا روايت لا مضبوط كړو دغسې جې ګران هېواد كښې جمهوري اقدار وده ومومي او د قامي پرمختګ رفتار تند كړې شي۔ د عام وګړي مسئلې حل شي او اولس سوكاله ژوند تېر كړې شي۔
حكومت د رائې په څرګندونه او د صحافت په آزادۍ كلك باور لري۔ د خبريالانو مسئلو ته حكومت په جدي توګه پام كوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د كراچۍ پرېس كلب عهدېدارانو او صحافت څانګې نوموړو شخصياتو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش