اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) په پاكستان سيټزن پورټل راغلي شكايت باندې سمدستي عمل كولو سره 22 كاله پس د پینډۍ دوه كونډو خوئيندو ته د وراثتي جائيداد حق ترلاسه شوے٬د پرائم منسټر ډيليوري يونټ(پي اېم ډي يو)لخوا جاري تفصيلات له مخې دوه كونډو خوئيندو تنظيم اختر او تنوير سهراب په خپله وراثتي زمكه د قبضې او د وراثت د تقسيم په معامله په پاكستان سيټزن پورټل شكايت درج كړے ؤ د كوم چې وزيراعظم په سمدستي توګه نوټس واخست۔په پاكستان سيټزن پورټل د دواړو كنډو خوئيندو په شكايت كښې وئېلي شوي وو اېډېشنل ډپټي كمشنر ريونيو زمونږ د دريځ اورېدو نه بغېر زمونږ شكايت خارج كړے٬زمونږ مرسته دې وكړې شي٬د پي اېم ډي يو له مخې وزيراعظم د پنجاب چيف سېكرټري ته په دې لړ كښې د انكوائرۍ سپارښتنه كړې وه و وزيراعظم دا هدايت هم كړے ؤ چې د پینډۍ ډويژن د ريونيو د ټولو افسرانو د كاركردګۍ جاج واخلئ٬د وزيراعظم په حكم نامه كښې وئېلي شوي وو اعلٰی چارواكي دې د خپل ماتحت افسرانو د كاركردګۍ جاج واخلي٬د پېنډۍ د سركاري افسرانو د كاركردكۍ رپورټ دې زر وزيراعظم دفتر ته راولېږلې شي۔د سركاري افسرانو د اولسي شكاياتو په اړه دې د ډيش بورډز جاج واخستلے شي۔افسران دې د اولس ستونزې حل كولو لپاره اقدامات وكړي۔بل خوا دواړو كونډو خوئيندو تنظيم اختر او تنوير سهراب په خپل وېډيو پیغام كښې وئېلي دي دا ورځ زمونږ لپاره ډېره د خوشحالۍ ده٬د 22 كالو هڅو نه پس مونږ ته وراثتي حق ترلاسه شو٬مونږ په دې د لوي څښتن په حضور كښې د شكر سجده كولو سره د وزيراعظم عمران خان مننه كوو او ده لپاره دعا كوو چې لوي څښتن د ده حامي و ناصر شي
په پاكستان سيټزن پورټل په رامخې ته شوي شكايت سمدستي عمل وكړے شو ٬ 22 كاله پس دوو كونډو خوئيندو ته د وراثتي جائيداد حق تر لاسه شو
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil