اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) دفاع او خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ شريكه غونډه كښې د هند لخوا په برېكس سمټ كښې پاكستان ترهه ګرۍ سره د تړلو هڅې او د نرېندرا مودي لخوا د مقبوضه ك??مير اسرائيل سره د موازنې په بيانونو د غندنې قرارداد منظور كړې شوې دې ٬ د دفاع وزارت لخوا كمېټۍ ته ووئيل هند په يوه نيمه مياشت كښې په لائن ??ف كنټرول د ډز بندۍ 58 او په ك??ل كښې 103 وارې خلاف ورزۍ كړې٬ د افغانستان لخوا په يو كال كښې 203 خلاف ورزۍ شوې٬ وسله وال ځواكونه بشپړ چمتو او د هر ډول جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري٬ د هند سرجيكل ??ټر??ئيك ادعا ناسمه ده چې تصديق ئې د ملګرو ملتونو ملټري ابزور ګروپ او نړيوالې ميډيا كړې٬ د فاټا آئي ډي پيز 75 فيصده كو??نۍ ستنې شوې ۔ د زيارت په ورځ دفاع او خارجه چارو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ شريكه غونډ نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال د كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سید ووئيل د غونډې په موقع خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدری او د دفاع سېكتر لیفټېننټ جنرال (ر) ضمیر الحسن سید د پاکستان هند او د پاکستان او افغانستان د پولو په وضعه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ دوي ووئيل هند په يوه نيمه مياشت كښې په لائن ??ف كنټرول د ډز بندۍ 58 ځله او په ك??ل كښې 103 خلاف ورزۍ كړې٬ د افغانستان لخوا په ك??ل كښې 203 ځله خلاف ورزۍ شوې۔ مشاهد حسېن سید په دې موقع ګډون كوٶنكو ته ووئيل زما د ملګرو ملتونو ملټري ابزور ګروپ چارواكو سره ملاقات شوې٬ دا ډله پاكستان او هند كښې موجود وي او هر ډول شخړه راپور كوي او دې ډلې هم د ستمبر په 29مه نيټه د سرجيكل ??ټر??ئيك يا بريد تصديق نه دې كړې دغسې واشنګټن پوسټ او نيويارك ټائمز هم د هند ادعا رد كړې۔ غونډې ته ووئيل شول د ترهه ګرۍ په ضد د عملياتو له امله په عارضي توګه بې كوره شوې 75 زره كو??نۍ ستنې شوې او د دوي بحالۍ او پرمختيائي پروژو ته خاص پاملرنه روانه ده۔ مشاهد حسېن سید ووئيل پاکستان د افغان كډوالو كوربتوب له يو ماډول هېواد دے او 35 كاله ئې د دوي كوربتوب كړې٬ اروپا يو نيم لك افغان كډوال يو كال پس بېرته رالېږلو له هڅ?? پېل كړې ۔ د شريكې غونډې نه پس دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د ارمي پبلك سكول بريد ژوبل شوي زده كوٶنكي په معامله غور وكړو ۔ د دفاع وزارت ووئيل ياد شوې زده كوٶنكې المان ته درملنې له د لېږلو سمري جوړه كړې شوې كومه چې به وزیراعظم محمد نواز شریف ته لېږلې شي۔
دفاع او خارجه چارو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ شريكه غونډه
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2