اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي)وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئېلي دي عمران خان د حالاتو تر مخه اېن آر او غواړي٬دا كس په هېواد كښې فتنه او فساد پېدا كول غواړي ٬ كه دا كس منع نه كړے شو نو سخت اولسي ردعمل رامخې ته كېدے شي۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل عمران خان مذهب د سياست لپاره كاروي٬د تېرې څه مودې څخه چې هغه كوم ډول بيانونه وركوي٬د هغه په خبرو كښې د فتنې او فساد الفاظ زياتېږي۔د هغه بيانونو څخه معلومېږي چې هېواد د دين نه لرې كولو سره سيكولرازم پلو بوتلل غواړي٬ حالانكه پاكستان د دې لپاره نه ؤ جوړ شوے او خلقو د پاكستان جوړولو لپاره قربانۍ دې لپاره نه وې وركړې۔ده ووئيل كه چرې دا فتنه راوتله نو هېواد كښې د خونريزۍ امكان دﺀے۔ده ووئيل د سياسي ګوندونو لپاره دوه ځاي ايز معيار د قبلولو وړ نه دے٬ ٬كه دا فتنې منع نه كړې شوه نو سخت اولسي ردعمل رامخې ته كېدے شي۔ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چې هغه د چا غلامۍ لپاره چرته چرته تللے دے٬نوكرۍ لپاره اوس دا كس د امريكا په سليكشن كمېټۍ انحصار كوي او په خپلو ادارو پسې خبرې كوي٬ده ووئيل په دې صورتحال كښې اولس د ستونزو څخه تېرېږي٬ده ووئيل مونږ تل د اصلاح لپاره خبره كړې مونږ به تر څو په دې اړه فكر كوو۔زما پشمول ټول قام دا غوښتنه كوي چې پارليماني كمېشن دې د جاوېد هاشمي٬د پخواني جسټس شوكت عزيز صديقي او طلال چوهدري د انكشافاتو جاج اخستو سره پريكړه وكړي چې حب الوطني د كوم څيز نامه ده
عمران خان د خپلو غېر ملكي مشرانو څخه اېن آر او غواړي٬كه دا كس منع نه كړے شو نو سخت اولسي غبرګون رامخې ته كېدے شي۔ د وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو