اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د پیښور هائي كورټ مشر جج جسټس يحيٰی آفريدي د پیښور هائي كورټ چيف جسټس په حېث د غوره كولو منظوري وركړې ده ٬د دې څخه وروستو د قانون وزارت نوټيفيكېشن جاري كړے۔نوټيفيكېشن كښې وئېلي شوي جسټس يحٰي آفريدي به د سوګند پورته كولو نه پس د پیښور هائي كورټ چيف جسټس ذمه وارۍ ترلاسه كړي۔دا خبره دې ښكاره وي چې د سپريم جوډيشل كونسل د جسټس اقبال حميد الرحمان استعفٰی څخه وروستو په خالي شوې چوكۍ د پېښور هائي كورټ چيف جسټس مظهر عالم مياخيل د سپريم كورټ جج مقررولو سپارښتنه كړی وه۔ اولس مشر ممنون حسېن د پیښور هائي كورټ مشر جج جسټس يحيٰی آفريدي د پیښور هائي كورټ چيف جسټس غوره كېدو منظوري وركړې خو بيا هم د جسټس مظهر عالم مياخيل د سپريم كورټ جج جوړېدو معامله او نوټيفيكېشن ځنډولې شوې دې
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ