اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د بې باورۍ تحريك په اړه به د آئين او قومي اسمبلۍ قاعدو او ضابطو له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوؤ۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې خپل ريماركس هغه ووئيل د دې ايوان دا روايت پاتې شوې دې چې كله كوم غړې په حق ورسي نو په اولنۍ ورځ غونډه د كومې كارروائۍ نه غېر ځنډولې شي۔ دا روايت د اوس نه نه بلكې له اوږدې مودې راروان دې۔ تر دې دمه د 24 غړو په مړينه د ايوان كارروائي ځنډولې شوې ده۔ ده ووئيل چې د بې باورۍ تحريك حوالې سره به د آئين او قومي اسمبلۍ د قاعدو او ضابطو لمخې كارروائي مخ په وړاندې بيايؤ
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ