اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې خبريالانو له به د عصري غوښتنو له مخې كار كول وي٬ د الېكټرانك ميډيا او سوشل ميډيا هېئت بدل شوې دې٬ په دې كښې موبائل جرنلزم زيات اهميت اختيار كړې دې٬ موبائل جرنلزم د خبر خپرېدل تند كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په انفارمېشن سروس اكېډمي كښې د موبائل جرنلزم دوه ورځني تربيتي وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د اطلاعاتو وزارت د پي ټي وي، اے پي پي او ريډيو پاكستان خبريالانو عصرې تقاضو سره همغږي پېدا كولو له ګامونه پورته كوي۔ دې ووئيل په كال 2018ﺀ كښې مونږ د انفارمېشن سروس اكېډمي بشپړه نصاب جوړ كړې وو۔ دې ووئيل انفارمېشن سروس اكېډمي ته عصري ټېكنالوجي وركول دا مهال زيات ضروري دي۔ دې ووئيل د اطلاعاتو وزارت او بهر هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز چارواكو بايد ورچوئل تربيه وكړې شي۔ دې ووئيل د موبائل جرنلزم په تربيتي وركشاپ كښې د زيات شمېر مېرمنو په ګډون راته خوشحالي شوې٬ دې ووئيل د مېرمنو بايد په هره څانګه كښې ډاډګيرنه وكړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ تر اهتمام لاندې په موبائل جرنلزم دوه ورځنې وركشاپ په 27 او 28 ميئي انفارمېشن سروس اکېډمۍ كښې وشو۔ د پايې په دستوره كښې پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن، ډائرېکټر جنرل انفارمېشن سروس اکېډمی سعید جاوېد، د پرېس کلب عهدېداروں او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزيرې تربيتي وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو ته سندونه هم وركړل۔
د خبريالانو او عصري غوښتنو ترمينځه به همغږي پېدا كول وي٬ موبائل جرنلزم د خبر خپرونه كښې تندي راوستې ده٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د موبائل جرنلزم دوه ورځني تربيتي وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری