اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د کابینه اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د سرې وركړې لپاره د يو لك ټنه يوريا درآمد كولو منظوري وركولو سره د صنعت او پېداوار وزارت ته امر كړ?? چ?? كروندګرو له په ارزانه بيعه د يوريا سرې وركړه باوري كولو لپاره دې د سرې صنعت د بيعې د مېكنزم جاج واخلې ٬ كمېټۍ د يوټېليټي سټورز د لارې د رمضان پېكج خواږه اولس ته په حقيقي معنو كښې رسولو لپاره د اقداماتو كولو هم امر كړ??۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډې هېواد كښې د سرې وركولو صورتحال او په دې لړ كښې د چارو جاج واخست۔ دغسې غونډې په اوړي كښې د سرې پلانټس ته وركړې كېدونكې ګاز د برېښنا پېدا كوٶنكو كارخانو ته د من??قل كولو په صورت اضافي سره د درآمد كولو اجازه وركړه۔ په غونډ كښ?? كروندګرو لپاره د سرې باوري كولو لپاره د يو لك ټنه يوريا درآمد كولو منظوري او د صنعت او پېداوار وزارت ته د سرې د بيعې د تګلارې د جاج اخستو امر شوې۔۔ غونډه انډسټريز ډويژن ??خوا پاكستان سټيل ملز كښې د بدعنوانه اوو كسانو په ضد د نېب كېسونو د پېشرفت نه هم خبر كړه۔ د داخله ډويژن ??خوا غونډې ته ووئيل شول د دغه 7 كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو سفارش شوې۔ بلخوا د يوټېليټي سټورز لخوا اي سي سي ته د رمضان پېكېج تيارو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ اي سي سي انډسټريز ډويژن ته امر وكړو چې دا خبره باوري كړئ چې په رمضان پېكېج په ښه ډول عمل درآمد وكړې شي او آسانۍ مصرف كوٶنكو ته ورسولې شي۔ په غونډه كښې د شمياريات ډويژن ??خوا هېواد كښې د افراط زر او د بېلا بېلو څيزونو د بېعې په اړه پرېزنټېشن وركړې شو۔ په دې موقع پرېكړه وشوه چې د نېشنل فوډ وزير په مشرۍ كښې دې يوه ذيلي كمېټي جوړه كړ?? شي څوك چې هېواد كښې د بيعو استحكام باوري كولو او د ضرورت څيزونو د طلب او رسنې د صورتحال جاج واخلي۔ دغسې اي سي سي د پټروليم وزارت لخوا د پي اېس او او آذربائیجان سټېټ آئل كمپنۍ ترمېنځه د فيول سپلائي د تجويز منظوري هم وركړه۔
د اي سي سي غونډه د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ اوشوه
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena