اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د اېن اے 249 ټاكنو نتيجه جمهوريت لپاره افسوس ناكه ده، وزيراعظم عمران خان سپېځلو ټاكنو لپاره الېټكرانك ووټنګ نظام غواړي، قام په ټاكنو كښې د كراچې ټاكنو پشان چور بازاري نه شي زغملې، بشير مېمن دې اووائي چې وزيراعظم ده ته څه وئيلي دي، كوم ثبوت ئې شته؟ بشير مېمن ته به د جعلسازې ځواب وركول وي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل د اېن اے 249 د ټاكنو نتيجه جمهوريت لپاره افسوس ناكه ده. بېلا بېلو سياسي ګوندونو د كورونا له امله په كراچې كښې د ټاكنو ځنډولو خواست كړے ؤ. په هېواد كښې د كورونا په كېسونو كښې اضافه افسوس ناك ده. د كورونا كېسونه شمېره، آكسيجن او د بېډز صورتحال د ټولو په وړاندے دے. ده ووئيل د خبريالانو او د زيات عمر وګړو پشمول ګڼ شمېر خلق د كورونا وائرس سره مخ شوي. ده ووئيل د كورونا وبا له امله د ماشومانو د امتحانات په معامله شور جوړ شو. ده ووئيل د ټاكنو كميشن خپل اختيارات كارولو سره په كراچې كښې په وركنګ ډے ټاكنې وكړې. ده ووئيل د كراچې په ټاكنو كښې 9.6 فيصده رائې استعمال شوي. ده ووئيل كه رائې د 10 فيصده نه كمې وې نو ټاكنې كالعدم ګرځېدې شي
د اېن اے 249 ټاكنو نتيجه جمهوريت لپاره افسوس ناكه ده، وزيراعظم عمران خان د سپېځلو ټاكنو لپاره الېټكرانك ووټنګ نظام غواړي. د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا