اسلام آباد 01 دسمبر(اے پی پی)د تعليم٬پېشه وره تربيې٬قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د اداره جاتي اصلاحاتو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه شوې۔د شورو په ورځ په غونډه كښې اسټېبلشمنټ ډويژن په وزارتونو او ډويژنونو كښې د لنډې مودې او د ملازمت خاص كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو لپاره د رهنما اصولو او د طريقه كار په اړه بريفنګ وركړو۔د سي سي آئي آر چيئرپرسن كابينه ډويژن ته سپارښتنه وكړه چې د كابينې په پريكړو وزارتونو/ډويژنونو لپاره كنسلټنټس خذمات شپږو مياشتو له ترلاسه كړي او چرته چې د كنسلټنټس خذمات په ترلاسه كولو 30 لكه څخه زيات لګښت راځي د هغې تشهير په پرنټ مېډيا وكړئ ۔فېډرل بورډ ريونيو كمېټۍ ته د مالي كال 2021-2023 په مهمو اقداماتو او د دې د بشپړېدونكې ټائم لائن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔كمېټۍ ته د ټېكس وركونكو آسانيو٬ د كاركردګۍ ښه والي او آټومېشن عمل اصلاحاتو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔سي سي آئي چيئرپرسن اېف بي آر ته سپارښتنه وكړه چې د دې اصلاحات درجه بندۍ كولو سره يو جامع سمري وړاندې كړئ كومه چې نافذ ده او په كومه چې اوس هم عمل روان دے۔وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل په هېواد كښې به د آئي اېم اېف د پروګرامونو ضرورت پاتې نه شي كله چې دا ټول اقدامات په بشپړه توګه نافذ شي او د هېواد آمدن زيات شي ۔دغسې شفقت محمود اېف بي آر ته په كاروبار كولو كښې آسانۍ او د ټېكس بنياد پراخا كولو په اقداماتو د عملدرآمد تندولو مشوره وركړه
د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د اداره جاتي اصلاحاتو لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس