اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان ته د په قلاره كېښناستو او تر 2023 د انتظار كولو مشوره وركولو سره وئېلي دي عمران خان د شهباز شريف د كاركردګۍ څخه يرېږي٬عمران خان ته معلومه ده چې شهباز شريف به معيشت سم كړي٬عمران خان دې قلاره كښېني او تر كال تر 2023 دې انتظار وكړي۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان ته معلومه ده چې شهباز شريف به معيشت ښه كړي٬هغه ته دا هم معلومه ده چې شهباز شريف به د ټولو هېوادونو سره خرابې كړې اړيكې هم ښې كړي۔دې ووئيل عمران خان باور لري كه شهباز شريف كار كولو ته پرېښودلے شو نو پاكستان كښې به سرمايه كاري بېرته راشي٬هغه به ځوانانو له روزګار هم وركړي۔دې ووئيل د احتساب٬رياست مدينه٬د سازش بيانيې ختمېدو نه پس د عمران خان نوې بيانيه اوس د يوې نيمې مياشتې كاركردګي ده ۔دې ووئيل شهباز شريف د تېر حكومت تباه شوے معيشت سنبهال كړے او د هغه دور خپره شوې فتنه به ختموي
عمران خان د شهباز شريف د كاركردګۍ څخه يرېږي٬عمران خان ته معلومه ده چې شهباز شريف به معيشت سم كړي٬عمران خان په قلاره كښېنه او تر كال 2023 انتظار وكړه ۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ