اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د خزانې وزير د سعودي سفير تود هركلے وكړو او د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه بېلو څانګو كښې پخوانۍ دوه اړخيزه اړيكې ئې رامخې ته كړې۔ده ووئيل دواړه هېوادونه سماجي٬سياسي٬مذهبي او كلتوري غېر معمولي اړيكې لري۔ په دې مهال د سعودي سفير د خپلو اړيكو ذكر وكړو۔دغسې خزانې وزير او سفير تجارت او سرمايه كارۍ كښې د شريكې مرستې زياتولو په بېلا بېلو چارو خبرې كړي دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری