اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفارتخانې دوره كولو سره د پخواني صدر شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه شاهي كورنۍ٬ اولس او د يو اے اي حكومت سره غمرازي ښكاره كړې۔ صدر د متحده عرب امارات د پخواني صدر په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د شېخ خليفه بن زايد النهيان په مړينه د پاكستان اولس غمژن دے ځكه چې ارواښاد د پاكستان رښتنے او مخلص دوست ٶ۔ ده ووئيل د پخواني صدر مرګ سره دواړو هېوادونو ته لوي زيان رسېدلے۔ ده ووئيل پاکستان د متحده عرب امارات د شاهي كورنۍ او اولس په غم كښې برابر شريك دے ۔ د ارواښاد شېخ خليفه بن زيد النهيان پاكستان لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره صدر عارف علوي ووئيل د اورواښاد په قيادت كښې د پاکستان او متحده عرب امارات اړيكې لا قوي شوې۔ په دې موقع صدر د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي لا ښه او مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دغسې د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي د صدر مملكت عارف علوي غمرازۍ لپاره د سفارت په دوره كولو د ده مننه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه مضبوطې اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل د متحده عرب امارات په اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو د كردار هم ستائنه وكړه
صدر ډاکټر عارف علوي د متحده عرب امارات سفارتخانې دوره، د شېخ خليفه بن زېد النهيان په مړينه د غمرازۍ څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت