اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې د پاكستان د لوبو مېدانونه آبادٶ، د سرکاري سرپرستۍ نه غېر يو سپورټس نشي كاميابېدې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ريسلر انعام بټ سره ميډيا ته په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په شپږم دسمبر وزيراعظم عمران خان د کامياب جوان سپورټس ټېلنټ هنټ پېل كړې٬ په دې ټېلنټ هنټ كښې د مېنز 12 او د وېمنز لوبې شاملې دي٬ او دا ځل د کامياب جوان سپورټس ټېلنټ هنټ ډرائيو پېل به مارچ څخه كېږي په وړومبي پړاو كښې رېسلنګ، وېټ ليفټنګ او د هاکۍ لوبه شامل ده په هاكۍ كښې به د مېنز او وېمنز مقابلے كېږي۔ په دې موقع ده د وفاقي وزيرانو اسد عمر او ډاكټر فهميده مرزا د لارښودنې هم مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا