اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سياسي صورتحال معمول ته راوستلو لپاره د سياسي او اړوند اسټيك هولډرز خبرو اترو كولو لپاره هڅې روانې دي ٬كومې چې د هېواد معاشي او مالي استحكام لپاره ضروري دي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔صدر ووئيل د نومبر په مياشت كښې كېدونكې يوه مهمه تقرري د آئين او اړوند قوانين له مخې پكار ده ٬ زما د رائے له مخې تقرري د اړوند سټيك هولډرز په مشاورت كېدې شي۔ده ووئيل سپيځلو ټاكنو كښې د ټېكنالوجي په استعمال اتفاق لپاره د اړوند فورم د لارې غور كېدے شي دغسې چې د ټاكنو نه پس د ټكۍ تورونو څخه بچ شو۔ده هيله څرګنده كړه چې د جمهوري تسلسل سره به چارې معمول ته راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه يو عاجز انسان يم او دا خيال لرم چې زما د صدر په حېث د كاركردګۍ تعين به تاريخ وكړي٬حتمي مقصدونه مي د هېواد پرمختګ او د اولس څوكالي ده۔صدر ووئيل سوشل مېډيا د وګړو ذريعې زياتې كړې او غېر د څه مصرف تر لاكهونو وګړو له د رابطې ذريعه وركوي۔ده ووئيل ټوېټ٬واټس اېپ٬ټاك ټاك او فيس بك پشان سوشل مېډيا پليټ فارم خپل مقام او ځاې جوړول پكار دي ۔ده ووئيل بايد مونږ د دې اثرات او افاديت څخه خبر شو او د دې مثبت اړخونه قبول كړو او د منفي نتيجو٬جعلي خبرونو٬غلط معلوماتو او ډنډورو څخه ځان اوساتو۔ده ووئيل په مېډيا دې يواځې هغه څيزونه تر نظره وساتلې شي كوم چې په شواهد اډانه وي دغسې چې د محاذ آرائي څخه بچ شوو او سياست او اقتصاديات ته پام لرنه وكړې شي
سياسي صورتحال معمول ته راوستلو لپاره سياسي او اړوند اسټيك هولډرز خبرو اترو ته كېښنولو لپاره هڅې كوو ۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات