اسلام آباد۔29مارچ(اے پی پی) د پاکستان خارجه دفتر د شنګهائی مرستې تنظیم مقاصدو په اړه د پاکستان عزم بیا تکرارولو سره وئيلي دي چې د پاکستان خارجه پالیسي امن، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې د شانګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د غړو هېوادونو د سلامتي کونسل د سېکترانو په اتلسمه غونډه کښې د سلامتي ډويژن سېكتر انجينئر عامر حسن په مشرۍ كښې پاكستان پلاوي د زوم لنګ دلارې ګډون وكړو۔ وياندې ووئيل چې د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په لعنت خپلو خبرو كښې عامر حسن د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني اولس لخوا په وركړې شويو ځانګړو قربانيو رڼا واچوله۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان خارجه پالېسي امن ٬ ثبات او اقتصادي پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ هغه د شنګهائی مرستې تنظیم مقاصدو په اړه د پاکستان د عزم پخلے هم وكړو۔
د پاكستان خارجه پالېسي امن ٬ ثبات او اقتصادي پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي٬ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری