ډيره اسماعيل خان 05 جنوري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير سردارعلي امېن خان ګنډه پور وئيلي دي چې د پي ټي آئي حکومت بنيادي مسئلې حل كوي۔ هر سيکټر كښې د فرق نه غير كار كوي ۔په كال 2023 كښې ډيره به ماډرن ښار وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ډيره اسماعيل خان كښې په خپل كور كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔د ه ووئيل اولس له ويړيا درملنې آسانۍ وركول د عمران خان ويژن دې۔ په صحت کارډ درملنې لپاره 400 روغتونونه بيل شوې دې۔ د پي ټي آئي حکومت د برېښنا لوډشيډنګ او ګاز مسئلې حل کوي۔ د مالداره او غريب فرق به ختم شي۔ ده ووئيل د خپلې كاركردګۍ په بنياد اولسي مقبوليت زما کمال نه دا د اولس مينه ده خو كه مخالفين حقيقي مقابله کولو په ځائې په ناوړه حرکات راشي نو د هغې به مقابله كوو ۔ ده ووئيل مونږ چې په څومره لږ وخت كښې د اولس خذمت كړې د دې په بدل كښې اولس زمونږ سره مينه كوي،اولس كښې مقبوليت د دې مينې علامت دې د دې مينې په بدل كښې زمونږ اولسې مقبوليت کتلو سره د مخالفينو خوابونه حرام شوې دې ۔ ده ووئيل زمونږ مخالفين په حقيقت كښې د سيمې سره دښمني كولو سره اولس سره زياتې كول غواړي خو داسې به په دې سيه كښې ونه شي۔ (sfa/AMR2107)
د پي ټي آئي حکومت بنيادي مسئلې حل كوي،سردارعلي امېن خان ګنډه پور
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔