اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ټوله نړۍ د اسلامو فوبيا په مخ نيوي متفق شوې، د او آئي سي په غونډه كښې به د سلو نه په زياتو قراردادونو بحث كولې شي، د كشمير مسئلې ته به د نړۍ پام راګرځوو. ده دا خبرې د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يو ځائ د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل د 48مې غونډې د سركاري ترانې د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير ووئيل چې په يو څو مياشتو كښې په دوهم ځل پاكستان د اسلامي امت كوربتوب كوي كومه چې د اعزاز خبره ده. ده ووئيل چې د او آئي سي خارجه وزيران به د مارچ د 23مې نېټې پ پرېډ كښې ګډون كوي. غېر ملكي مېلمانه به زمونږ د كلتور او د قومي يووالي مشاهده كوي. خارجه وزير ووئيل چې د او آئي سي غونډې لپاره د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت ډېرې هڅې دي. دا غونډه په داسې وخت كښې كېږي كله چې اسلامي امت د فلسطين او كشمير مسئلو پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ دي. په افغانستان كښې هم انساني بحران روان دے. د دې چېلنجونو په مخ نيوي به خبرې كولې شي.
ټوله نړۍ د اسلامو فوبيا په مخ نيوي متفق شوې، د او آئي سي په غونډه كښې به د سلو نه په زياتو قراردادونو بحث كولې شي، د كشمير مسئلې ته به د نړۍ پام راګرځوو. شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون