اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په شيراني ضلع كښې د صنوبر په ځنګلو د اور لګېدو نوټس اخستو سره د بېړنۍ مرستې وفاقي ادارو ته د سمدستي كاروائۍ كولو سپارښتنه كړې ده ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په ځنګلو د اور لګېدو له امله د درېو كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔وزيراعظم صوبائي حكومت سره په ګډه په 7 كلوميټر دائره كښې د لګېدلي اور مړ كولو لپاره د بېړني اقداماتو سپارښتنه كړېې ۔ده د پېښې پلټنو او د ذمه وارو په ګوته كولو هم هدايت كړے۔وزيراعظم ژوبل شوو ته د ښو طبي آسانيو وركولو او د سوځېدلو سنټر ته د منتقل كولو احكامات هم جاري كړي۔ده د څلورو ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له دعا هم كړې۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں