بالاکوټ 22 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئيلي دي په سياست كښې تنقيد او تورونو سره مخ كېدل وي، د عمران خان په څلور كلنه دور كښې د هېواد بنيادونه ښوځېدلې دي٬ د سکي کناري ډېم څخه تر لاسه كېدونكې رائلټي به د هزاره په اولس مصرف كوو او دې منصوبې څخه به په كلنه توګه 3.129 بېليونه كلو واټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ د نهې په ورځ د بالاكوټ په ملكنډي سيمه كښې د 500 كے وي سكي كناري ټرانسمېشن لائن د بنياد تيګه اېښودو نه پس دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل مياں نواز شريف په هزاره ډويژن كښې يو شمېر مهمې منصوبې بشپړې كړي چې پكښې هزاره موټروے او سکي کناري ځانګړې منصوبې شاملې دي٬ په سباٶن كښې د هزاره الېكټرك سپلائي كمپنۍ په منصوبه هم غور روان دے۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به شپږ زره كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او پاور پلانټ به په كال 2024 كښې د برېښنا پېداوار پېل كړي٬ سکي کناري هائيډرو پاور پراجېکټ څخه پېدا كېدونكې ارزانه برېښنا څخه به كورني٬ زرعي او صنعتي صارفين مستفيد شي۔ دستورې ته کيپټن صفدر د وزيراعظم سلاحكار سردار شاه جهان يوسف او د اېن ټي ډي سي مېنجنګ ډائرېكټر سره سره د چائنه چارواكو او نورو هم وېنا وكړه
د سکي کناري ډېم څخه تر لاسه كېدونكې رائلټي به د هزاره په اولس مصرف كوٶ۔ انجينئر خرم دستګير
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار