اسلام آباد 03 فروری(اے پی پی) كشمير كلچرل فيسټيول په لوك ورثه كښې پېل شو۔ د نېشنل انسټي ټيوټ آف فوك اينډ ټرېډېشنل هيرټيج(لوك ورثه)٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت٬د آزاد كشمير د كلتور محكمې او د وفاقي نظامت تعليم په مرسته د جمعې په ورځ د كشمير يو والي ورځې په موقعه سره درې ورځنۍ”كشمير كلتور”فيسټيول”پېل شوې۔د فيسټيول مقصد د كشمير كاز ته د كلتور نقطه نظر د لارې وده وركولو سره سره په مقبوضه جموں وكشمير كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې او ستړې كوؤنكو كشميري وګړو سره د يو والي څرګندونه كول دي۔ د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي سېكترې فارينه مظهر د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې په مقبوضه كشمير كښې د خپلواكۍ خپل حق لپاره په هلو ځلو كوؤنكو كشميري وګړو د هندي ځواكونو لخوا د روان ظلم او زياتي غندنه وكړه۔ دې ووئيل چې هندي ځواكونه نه يوازې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي بلكې د كشميري اولس د كلتور شناخت ختمولو هم هڅه كوي۔ د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټر شهزاد دراني ووئيل لوك ورثه د كلتور ودې لپاره كار كوي٬د كشمير فيسټيول كولو مقصد خپلو كشميري وروڼو سره د يو والي څرګندونه كول دي۔ده په دستوره كولو په موثره مرسته د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت٬د آزاد كشمير د كلتور محكمې او فيډرل ډائرېكټورېټ آف ايجوكېشن مننه وكړه۔
كشمير كلچرل فيسټيول په لوك ورثه كښې پېل شو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر