اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د پېټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پي ټي آئي ته غېر قانوني او بليك مني د فنډنګ په نامه وركړې شوې ٬توره پېسه وركونكې د ابراج كمپنۍ عارف نقوي پاكستان كښې خپل مفادات لرل٬د كركټ كلب جوړولو په توګه يې پي ټي آئي ته فنډنګ شوے ٬په لاكهونو پاؤنډ وصول كونكے عمران خان څنګه صادق او امين دے ٬د آئين له مخې كوم هم سياسي ګوند د غېر ملكي وګړو يا غېر ملكي كمپنو څخه فنډ نشي اخستے٬عمران خان به وئېل زه ترهه ګرو او بېلتون خوښو سره خبرو اترو لپاره چمتو يم خو د سياسي مخالفينو سره نه۔د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د مني لانډرنګ خبرې مونږ د ډېرې مودې څخه اورېدلې او مني لانډرنګ غېر قانوني پيسه وي٬د برتانيې جريدے عمران خان لپاره د مني لانډرنګ انكشاف كړے ٬ ده ووئېل كالادهن پي ټي آئي ته فنډنګ لپاره وركړے شوے ٬د آئين له مخې كه په هېواد كښې سياست كول وي نو بيا د كومې غېر ملكي كمپنۍ څخه فنډ نشي اخستلے كېدے٬ كوم هم غېر ملكي نه د كوم بل هېواد د كابينې غړے هم پيسې نشي اخستے او په داسې ثابتېدو په پارټۍ بندېز لګېدے شي۔ده ووئيل د برتانيې جريدے انكشاف كړے چې كالادهن پي ټي آئي ته د فنډ په نامه وركړے شوے٬ ده ووئېل د عارف نقوي كمپنۍ ابراج انويسټمنټ او ابراج كيپټل كښې د پاكستان پيسه نشته بلكې په دې كښې د غېر ملكي سرمايه كارو پيسه ده۔عارف نقوي د عمران خان د فنډ منيجر دے٬هغه په بليك مني او جعلسازۍ كښې په برتانيه او امريكا كښې نيولے شوے او امريكا د هغه د سپارلو غوښتنه كوي٬ ده ووئېل د عارف نقوي په پاكستان كښې ځينې مفادات لرل ځكه پي ټي ائي ته به يې فنډ وركولو او د دې مقصد لپاره يې په آكسفورډ شائر كښې په څو ايكړه زمكه يو ګراؤنډ او ووټن كركټ كلب جوړ كړو او ټي 20 يې وكړو٬ ده ووئېل كركټ مېچ كښې يې عمران خان د خاص مېلمه په توګه بللے ؤ ٬په جريده كښې دا ټول داستان شائع شوے ٬ابراج كيپټل پاكستانې نه غېر ملكي كمپني ده۔ده ووئيل پي ټي آئي د غېر ملكي كمپنۍ او غېر ملكي كابينې يو غړي څخه څو ملين پاؤنډ اخستې ٬ هغه صادق او امين څنګه كېدے شي ٬ ده ووئېل پخوانے وزيراعظم نواز شريف خو د خپل زوي څخه په تنخا نه اخستلو نااهله كړےے شوے ؤ۔
پي ټي آئي ته غېر قانوني او بليك مني د فنډنګ په نامه وركړې شوې۔ډاكټر مصدق ملك
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد