اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي د?? چې تر ??ال 2030 د زياتې تلپاتې ٬ سولييزې ٬ سوكاله او سپېځلې دولت مشتركه لاره ترلاسه كېدې شي٬ د دولت مشتركه ټولو غړو هېوادونو ځوانانو ته تعليم او تربيه وركولو ٬ د انجونو اختيارمندې جوړولو او د موسمياتي بدلونو په اړه د اولسي شعور بېدارولو له مهم ګامونه پورته كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په لندن كښ?? د لسم کامن وېلتھ یوتھ منسټرز غونډې باضابطه پرانستې څخه وروستو دستورې ??ه خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري د?? چې مونږ په کیګالی كښ?? د شوې خپلې ورستۍ غونډې مېنډېټ احترام وكړؤ۔ ده ووئيل روان ??ال د ځوانانو په مشرتابه كښ?? پرمختګ لپاره وقف كولو لپاره د مشرانو وژن پياوړے دے۔ ده ووئيل مونږ په يو ”ینګ کامن وېلتھ“ كښ?? ژوند كوؤ٬ د پاکستان د 70 فیصده وګړو عمر 30 كلونو څخه كم دے كه مونږ خپلو ځوانانو سره په ګډه كار وكړې شوو ٬ د دوئي خيالات او وړاندېزونه واورېدلې شوو او د دوئي كاميابۍ لپاره سازګار چاپېرچل كښ?? سرمايه كاري وكړو نو باور لرم چې تر ??ال 2030 د زياتې تلپاتې ٬ سولييزې ٬ سوكاله او سپېځلې دولت مشتركه لاره ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د پاکستان نقطه نظر سره پرائم منسټر یوتھ پروګرام د حکومت يو مهم پروګرام دے كوم چې د وروستو پاتې ځوانانو او په خاص توګه د انجونو ٬ مذهبي او نسلي اقليتونو ٬ معذور وګړو او ټرانس جېنډر كميونټي په خپلو پښو ودرولو ته ترجيح وركوي او دوئي په مركزي چوكاټ كښ?? د شاملولو هڅه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دې لړ كښ?? يو شمېر ګامونه پورته كړي د??۔ نزدې څلور لكه ځوانانو ته د هائی ټېک مهارتونو او روايتي تجارت په اړه وېړيا تربيه وركړې شوې ده۔ دې سره سره د ځوانانو ډاډګيرنې له يو قومی اختراعی ایوارډ عملي كړې شوې دې دغسې چې دوئي د نن تر ټولو مهمو چېلنجونو لپاره اختراعی او آؤټ آف باکس حل ولټوي۔ ده ووئيل دې غوندې لپاره مونږ غور لپاره څلور ذېلي موضوعات په ګوته كړې دي په كومو كښ?? چې انګېجمنټ، تعلیم، روزګار او ماحولیات شامل دي۔ ده ووئيل راځۍ چې يو مضبوط مقصدي عمل له په ګډه كار وكړؤ كوم به چې د کامن وېلتھ یوتھ پروګرام راروان 50 كلونه په ډاګه كړي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان په 30 كاله كښ?? په اولني ځل د کامن ویلتھ ایونټ مشري كوي۔ وزارتی غونډه 12 څخه تر 15 ستمبر په لندن كښ?? كېږي۔ د غونډې تھيم ”اېم هائر: ډیلیورنګ مورفار ینګ پیپل ان دی کامن ویلتھ“ دے۔
تر كال 2030 د زياتې تلپاتې ٬ سولييزې ٬ سوكاله او سپيځلې دولت مشتركه لاره ترلاسه كيدې شي٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania