اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په بنو كښې د سي ټي ډي كمپاؤنډ د ترهه ګرو څخه كليئر كړے شوے ٬د عملياتو په مهال ټول ترهه ګر وژلې شوي٬دغسې دوه امنيتي ځوانان شهيدان او 15 ژوبل شوي۔د نهې په ورځ د پارليمان شريكې غونډې ته په خپله وېنا كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل سي ټي ډي كمپاؤنډ بنو كښې 33 ترهه ګرو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارې په يو ملازم بريد وكړو او هغه يې ونيولو۔په بنو كښې د سي ټي ډي په كمپاؤنډ كښې په 20 دسمبر د ورځې 12نيمې بجې امنيتي ځواكونو عمليات پېل كړي وو ۔دغسې ټول ترهه ګر د عملياتو په مهال وژلې شوي او د سي ټي ډي كمپاؤنډ كليئر كړے شوے ٬يو افسر او 15 ځوانان ژوبل شوي۔ګير شوي ټول كسان ازاد كړے شوي۔ده ووئيل په خاص توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې ترهه ګري بيا سر پورته كوي٬د پولې پورې غاړه يا په ځايې كچه كسان سر پورته كوي۔د نيولے شوو ترهه ګرو تعلق د بېلو ډلو څخه ؤ ٬ ده ووئېل صوبائي حكومت خپلو ذمه وارو ترسره كولو كښې ناكامه شوے ځكه چې د خېبرپښتونخوا حكومت په زمان پارك كښې عمران خان يرغمال كړے۔د نهه كلونو راهسې په كے پي كے كښې د هغوي حكومت دے او هغوي په هر يو كار كښې ناكامه راغلې دي ۔
په بنو كښې د سي ټي ډي كمپاؤنډ د ترهه ګرو څخه كليئر كړے شو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پارليمان شريكې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز