اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې د اسمبلۍ په غونډه كښې هنګامه كولو سره د پارلمان سپكاوې شوې٬ سياستمدار په دې شرمندګۍ سره مخ شوي٬ داسې ماحول بايد جوړ نه كړے شي چې ورسره ادارې فنكشنل پاتے نه شي۔ حكومت او اپوزيشن دې لوظنامې ته رسېدلې دي چې غونډه به په ښه ډول چلولې شي، مونږ جمهوريت، آئين او د پارلمان مضبوطيا لپاره خپل كردار لوبوٶ، 186 غړو په سپيكر او دوهم سپيكر د اعتماد څرګندونه كړې ده٬ بجټ به په آسانۍ سره منظور شي٬ مخالفې ډلې ته مو وړومبې هم وئيلي چې په الېكټورل ريفارمز او جوډيشل ريفارمز خبره وكړۍ۔ وفاقي وزيرانو دا خبرې د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ميډيا سره وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل نن د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه تفصيلي خبرې شوې دي٬ په خبرو اترو كښې د حكومت لخوا پروېز خټك، اسد عمر، علي محمد خان، عامر ډوګر او زه خپله او د مسلم ليګ (ن) لخوا رانا ثناءالله، اياز صادق او رانا تنوير حسېن او د پيپلز ګوند لخوا راجه پروېز اشرف او شازيه مري شامل وه۔ ده ووئيل غونډه كښې په ټولو معاملو خبرې شوې دي او په دې سلا يوه شوې چې ايوان كښې به داسې ماحول جوړول نه وي چې ورسره اداره فنكشنل پاتې نه شي ٬ د ايوان دننه په هنګامه كولو د پارلمان سپكاوې شوے دے، دې سره سياستمدارو ته شرمندګي شوې ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د يوې كمېټئ جوړولو تجويز هم وړاندے كړے شوے دي چې پكښې به معاملو ته كنته كول وي چې څنګه به د دې مخنيوي كول وي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د سپيكر د اختياراتو په زياتولو هم خبرې شوې دي، اوس به كمېټي دا پرېكړه كوي چې د سپيكر اختياراتو ته څنګه بيا كتنه وكړې شي او دا څنګه زيات كړې شي۔ ده ووئيل مخالفې ډلې ته خواست شوے دے چې ھغوي دې د دوهم سپيكر په ضد د عدم اعتماد قرارداد بېرته واخلي، په دې هم د مثبت پېشرفت امكان دې٬ مخالفه ډله به په دې خپلو مشرانو سره مشوره وكړي۔ ده ووئيل د چا هم سپكاوې پكار نه دي دې لپاره دا پرېكړه شوې ده چې حكومتي او د مخالفې ډلې غړو له خپل تقرير كښې يو بل پسې خندا كول پكار نه دي۔ ده ووئيل څه داسې معاملې وي چې د ځينې خلقو په سبب زياتې شي اوس به دا ذمه واري د ګوند د مشرانو وي چې ھغوي د خپل ګوند غړي د دې ډول رويې نه منع كړي۔ ده ووئيل خوشبينه خبره دا ده چې حکومت او اپوزيشن يوې لوظنامې ته رسېدلې دي او پارلمان به د معمول له مخې كار كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پروېز خټك په مشرۍ كښې د پارلماني كمېټۍ غونډه شوې ده چې پكښې 186 غړو په دوهم سپيكر قاسم سوري د اعتماد څرګندونه كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ ته اكثريت ترلاسه دے٬ سپيكر او په دوهم سپيكر 186 غړو د اعتماد څرګندونه كړې ده، وزيراعظم ته د اعتماد ووټ هم دومره كسانو وركړې دې٬ مونږ د جمهوريت، آئين او پارلمان مضبوطيا لپاره خپل كردار لوبوٶ، مخالفې ډلې ته مونږ وړاندې هم وئيلي ٶ چې ھغوي دې په الېكټورل ريفارمز او جوډيشل ريفارمز خبره وكړي۔ د دې نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل په كومه ورځ چې د مالي كال 22-2021 بجټ په قامي اسمبلۍ كښې وړاندے كړے شو، په ھغه ورځ هم شور شرابه شوې، هنګامه شوې كومه چې مونږ برداشت كړې٬ ده ووئيل مونږ اپوزيشن سره د آئين له مخې د ايوان د چلولو٬ د ښه ماحول ساتلو او اولس ته د ښه پېغام وركولو په اړه خبرې كړې دي۔ ده ووئيل اوسني حكومت ښه بجټ وړاندے كړے دے٬ مونږ غواړو چې په دې بحث وشي دغسې چې دا بجټ اولس ته ورسي٬ تنقيد كول د مخالفې ډلې حق دے٬ مخالفې ډلې سره د خبرو اترو په مهال دا پرېكړه شوې ده چې غونډه دې په ښه ډول وچلولې شي ٬ د يو بل دې عزت او احترام وكړے شي٬ د شور څخه دې ډډه وكړې شي، غړي دې د خپلو چوكو څخه نه پاڅي۔۔ ده ووئيل ډواړه ډلې د پارلماني كمېټۍ په جوړولو هم سلا شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په كومه ورځ چې په ايوان كښې هنګامه شوې وه ھغه وخت د سينيټائزر په يو بوتل زه هم لګېدلې وم او ما راپورته كولو سره بېرته وويشتو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سپيكر ايوان ته د غړو په داخلېدو د 24 ساعته بندېز لګولو اختيار لري او د دې نه پس ھغوي نشي ايسارولې كېدې، مونږ د سپيكر اختيارات زياتول غواړو۔ د بجټ منظورۍ پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه په ايوان كښې هنګامه او شور شرابه وي بيا به هم بجټ منظور شي۔ د دواړو اړخو لخوا د شوې پرېكړې اعلان به د قامي اسمبلۍ سپيكر كوي٬ د سپيکر په اختياراتو كښې د اضافې كولو تر پرېكړې به د سياسي ګوندونو مشران دا ذمه واري ترسره كوي او په خپلو پارلماني غړو به نظر ساتي۔
د اسمبلۍ په غونډه كښې هنګامه كولو سره د پارلمان سپكاوې شوې٬ حكومت او اپوزيشن د غونډې په ښه ډول وړاندې بوتللو ته صلاح شوي دي ٬ د وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن او پروېز خټك ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil