اسلام آباد 11اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د قامي اسمبلۍ غړي پروېز ملك په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ووئيل چې ارواښاد مدبر سياستدان و٬د هغه سياسي او سماجي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د سېېنټ ډپټي چيئرمېن سېنېټر مرزا محمد آفريدي٬په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم او د مخالفې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني هم د پروېز ملك په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره د ارواښاد بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل