فېصل آباد 20 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي دي لوے اختر زمونږ ديني٬ مذهبي او اخلاقي فريضې سره سره د قربانۍ٬ ايثار او خوشحالو د وېش اختر هم دې٬ دې لپاره د قربانۍ اختر خوشحالو په مهال دې د اسلام فرزندان بې وسه٬ بې آسرې او يتيمانان خپلو خوشحالو كښې شريك كړي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كرونا څلورمې چپې په مهال اولس د اېس او پيز خاص خيال ساتلو سره خپل او د خپلو مينه والو ژوند محفوظ كولې شي۔ ده ووئيل د كرونا اېس او پيز خيال ساتلو سره دې سماجي فاصله په ځائ ساتل٬ لاس بيا بيا وېنځل او سېنيټائز كول دې باوري كړې شي ۔ ده د پاكستان قام ته د لوي اختر مباركي وركولو سره ووئيل د قربانۍ د اختر مقاصدو له مخې مونږله په اختر كښې د محروم طبقو سره خوشحالۍ شريكول پكار دي ځكه چې د لوي څښتن د مخلوق خدمت ٬ بې اسرې او يتيمانان په خپلو خوشحالو كښې شريكولو د اختر حقيقي پېغام دے او د لوے څښتن د راضي كولو يوه ذريعه هم ده۔په مقبوضه کشمير كښې آزادۍ لپاره د كشميريانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ له د دې خوشحالۍ په موقع ھغه كشميري وروڼه هېرول نه دي پكار كوم چې د تېرو اووه لسيزو راهسې آزادۍ لپاره قربانۍ وركوي۔ دوئي ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د تېرو 23 مياشتو راهسې د هندي فاشسټ حکومت لخوا لاك ډاٶن جاري دې۔ د قربانۍ یه ډول په سترو مذهبي عبادتونو بندېز لګولې شوې دې
لوے اختر زمونږ ديني٬ مذهبي او اخلاقي فريضې سره سره د قربانۍ٬ ايثار او خوشحالو د وېش اختر هم دې ۔ د فرخ حبيب ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا