پينډۍ 03 نومبر (اے پي پي) د جمهوريه ازبکستان د سلامتي کونسل سیکټري لیفټېننټ جنرل وکټر محمودوف د طورخم او پاکستان ملټري اکیډمي کاکول دورہ وكړه۔ د قومي سلامتیا صلاحكار ډاكټر معید یوسف او د وزیر اعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم ده سره ؤ۔د آئي اېس پي آر له مخې پلاوي ته د پاك افغان بارډر مینجمنټ میکنزم پشمول د كنډه تار لګولو او د پولې دواړه اړخه غیر قانونی تګ راتګ مخنيوي لپاره بارډر ټرمینلز جوړولو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ ازبکستان د سلامتي کونسل سیکټري سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان د هڅو ، د ترهه كرۍ مخنيوي اقدامات او قبائلي ضلعو سماجي اقتصادي پرمختګ وستائلو۔دې نه پس پلاوي د پاكستان ملټري اکیډمي کاکول دورہ وكړه چرته چې هغوي ته د پي اېم اے تربیتی نظام په اړه بريفنګ وركړې شو چې پكښې پي اېم اے كښې بېل تربیتي او لوبو آسانۍ هم شامل دي۔ ازبکستان د سلامتي کونسل سیکټري د سباؤن پوځي قیادت جوړولو او نړيوال کیډټس ښه تربیتي چاپيرچل وركولو لپاره د پي اېم اے اعلیٰ تربیتي معیار وستائلو۔په دې موقع دوي دوه اړخيزه پوځي مرسته او په خاص توګه تربیتي څانګه كښې د خوښۍ لرلو څرګندونه وكړه
د جمهوریه ازبکستان د سلامتي کونسل سیکټري لیفټېننټ جنرل وکټر محمودوف د طورخم او پاکستان ملټری اکیډمي کاکول دورہ
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔