اسلام آباد۔7فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي لانګ مارچ د اپوزيشن سياسي ضرورت دے٬ دوئي د خپلو ګټو تحفظ لپاره راټول شوي دي ٬ د دوئي نظريه او سوچ يو نه دے ٬ كله چې دوئي خپلې خپلې ګټې ترلاسه كړي دوي به جلا شي۔ د ګل په ورځ د اپوزيشن د لانګ مارچ په اړه خارجه وزير ووئيل كه اپوزيشن احتجاج كول غواړي نو و دې كړي مونږ ته كوم اعتراض نشته ٬ مونږ ته كوم خطر نشته خو خبره دا ده چې اپوزيشن دې د هېواد مفادات تر خپل نظر لاندې وساتي۔ قوم ته معلومه ده چې پی ډی اېم جوړونكې څوك وو او پي ډي اېم ماتوؤنكې څوك وو؟ د مخالفې ډلې د يو سيټ لپاره دھوكه چا وركړه؟ قوم ته په دې اړه هر څه معلوم دي۔ هغه ووئيل په 22 او 23 مارچ يو نوې تاريخ رقم كېږي ، د او آئی سی د خارجه وزيرانو كونسل 48 مه غونډه په اسلام آباد كښې كېږي په كومه كښې به چې افغانستان، فلسطین او د اسلامو فوبیا په شمول اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو خبره كولې شي۔ هغه ووئيل د پاكستان د كاميابې خارجه پالېسۍ په اړه زه نه بلكې نړۍ وائي۔ د راهول ګاندي خبره واورۍ هغه د لوك سبھا په تقرير كښې بي جے پي سركار ته دا ښكاره ووئيل چې تا خو پاكستان په سركاري محاذ ځانله كول غوښتل ولې ته خو پخپله د تنهايۍ ښكار شوې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل زه شهباز شريف او بلاول بھټو زرداري نه پوښتنه كول غواړم چې آيا دا پرېكړه شوې ده چې مونږ دلته او تاسو دغلته؟ تاثر دا رامخې ته كېږي چې نون ليګ به سندھ ته نه داخلېږي او پي پي پي به په پنجاب كښې تنګول نه كوي۔ هغه ووئيل كه دواړو ګوندونو دا پرېكړه كړې وي نو مونږ به د دواړو مقابله كوؤ
لانګ مارچ د اپوزيشن سياسي ضرورت دے٬ دوئي د خپلو ګټو تحفظ لپاره راټول شوي دي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اپوزيشن د لانګ مارچ په اړه بيان
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک