اسلام آباد۔11مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چيچن مشر رمضان كادروف په خپل خط كښې د ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمونو د اسلام اصلي تشخص په رامخې ته كولو وزيراعظم عمران خان ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د اطلاعاتو او خپرنو وفاقی وزیر په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې چيچن مشر خپل خط كښې وئيلي چې د دين خذمت لپاره مونږ حاضر يؤ او تاسو سره يؤ۔ چیچن مشر زياته كړه چې د روس دورې په مهال تاسو سره په ملاقات كولو راته زياته خوشحالي شوې ده۔
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون