سمر قند 16ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف په شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) زور راوړې چې د نړيوال حدت په پاكستان لوئ اثراتو ترمخه اېس سي او غړي هېوادونه دې موسمي بدلون په حقله د پاكستان په اړه خصوصي پروګرام پروګرام وضع كړي، سيلاب صورتحال مخنيوي لپاره بايد اېس سي او او نړآواله ورورولي د پاكستان مرستي له راوړاندې شي، اېس سي او دې د ترهه ګرۍ ختمولو، ماحولياتي بدلون مخنيوي او افغانستان كښې استحكام لپاره كرادار ترسره كړي، پاكستان به د اېس سي او مقصدونو ترلاسه كولو لپاره بشپړه كردار ترسه كوي۔ ده د جمعې په ورځ شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي ته وينا كوله۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د دې حقيقت باوجود زمونږ د كاربن اخراج يو فيصد څخه كم دې، پاكستان د زياتو بارانونو او سيلاب صورت كښې سخت موسمي بدلون سره مخ دې، شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) غړي هېوادونه دې د موسمي بدلون په حقله د پاكستان په اړه خصوصي پروګرام وضع كړي، وزير اعظم د اېس سي او غړو هېوادونو ته دا اپيل پاكستان كښې د اوسني سيلاب په تناظر كښې كړې دې چې له امله ئې د هېواد معيشت او انفراسټركچر ځپلې شوې دې۔ وزير اعظم شهباز شريف ووئيل پاكستان د سيلاب تباهۍ مقابله كوي،چرته چې د بارانونو او سيلاب له امله 400 ماشومانو پشمول 1400 كسان مړه او ګنو كورنو ته زيان رسيدلې۔ده ووئيل پاكستان په خپل تاريخ كښې چري هم د داسي ماحولياتي تباهۍ سره نه ؤ مخ شوې۔ وزير اعظم ووئيل پاكستان له د سيلاب له امله په رامخې ته شوي مسئلو قابو موندلو لپاره نړيوالي ورورولۍ مرستي ته اړتيا ده دغسې چې د ځپليو د مالي مرستي او بحالۍ سره سره د اوبو له امله په رامخې ته شوي ناروغو قابو وموندلې شي۔ وزير اعظم ووئيل افغانستان او پاكستان ګاونډيان دي ، افغانستان كښې امن كښې د پاكستان د امن ضمانت دې، ده ووئيل افغانستان نظر انداز كول به لويه غلطي وي، افغانستان كښې د امن به په سيمه مثبت اثرات پريوځي، وزير اعظم په شنګھائي مرستي تنظيم او نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د افغانستان مرستي او هېواد كشې معاشي او سياسي استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده هيله څرګنده كړه چې د افغانستان حكومت به هم په خاص توګه د اقليتونو او ميرمنو پشمول د بشري حقونو احترام وكړي ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان هم د ترهه ګرغ ښكار ؤ او مونږ د ترهه ګرغ په ضد جنګ كښې لوئ زيان پورته ګړې،په دې جنګ كشې زمونږ امنيتي ځواكونو او اولس د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل د شنګھائي مرستي تنظيم پليټ فارم څخه به مونږ له په ګډه په ترهه ګرۍ قابو موندل وي ۔ وزير اعظم په پاكستان كښې د اوسني سيلاب له امله په رامخې د شوي زيان څخه هم د شنګھائي مرستي تنظيم غړو هېوادونو مشران خبرولو سره ووئيل پاكستان كښې د څلور سوه ماشومانو پشمول 1400 كسان مړه شوې دي ، دغسې په لويه رقبه ولاړ فصلونو ته زيان رسيدلې او ګڼ كسان بې كوره شوې دي، پاكستان كښې د سيلاب له امله دومره لويه تباهي تير وخت كښې نه ده شوي، په دې سخت وخت كښې شنګھائي مرستي تنظيم او نړيواله ورورولي بايد د پاكستان مرسته وكړي، وزيراعظم په شنګھائي مرستي تنظيم زور راوړو چې ماحولياتي بدلونن مخنيوي كښې د پاكستان مرسته وكړي، پاكستان كښې اوسنې سيلاب د موسمي بدلون او د هغې له امله د غير معمولي بارانونو نتيجه ده كوم څخه چې ټول ېهواد ځپلې شوې دې او لويه برخه په اوبه كښې پټه شوي، د پاكستان په ګلوبل وارمنګ كښې برخه نه لرلو برابر ده دغسې د دې له امله تر ټولوز يات ځپليو هېوادونو كښې پاكستان شامل دې۔ وزير اعظم د شنګھائي مرستي تنظيم نوې سټريټجكي پارټنرز پشمول سعودي عرب ، تركيه ، بحرين ، قطر ميانمار او نورو ته په شنګھائي مرستي تنظيم كښې هركلې وئيلو سره هيله څرګنده كړه چې دا تنظيم به لا قوي كېږي۔ وزير اعظم باور وركړو چې د شنګھائي مرستي تنظيم مقصدونو ترلاسه كولو لپاره به پاكستان بشپړه كردار ترسره كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د شنګھائي مرستي تنظيم اهداف ترلاسه كولو نه غير د سيمې استحكام ترمخه به د افغانستان قوي كولو ته اړتيا وي۔ده په شنګھائي مرستي تنظيم زور راوړو چې د افغانستان اثاثې غير منجمد كولو او انساني حقوق او په خاص توګه ميرمنو او اقليتونو احترام باوري كولو له كار وكړي۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستي تنظيم په پليټ فارم ايران له د بشپړه ركنيت په ترلاسه كولو د ايران صدر له مباركي وركړه۔
اېس سي او غړي هېوادونه دې د موسمي بدلون په حقله د پاكستان په اړه خصوصي پروګرام وضع كړي، سيلاب صورتحال مخنيوي لپاره دې مرسته وكړي ۔ وزير اعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج