اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د جمعې په ورځ افغانستان سره تجارت او اولسي رابطو ته د ودې وركولو په اړه د غونډې مشري كولو سره ووئيل افغانستان د يو عبوري دور څخه تېرېږي٬ده ووئيل په دې مهال به پاكستان د افغانانو مرستې لپاره خپله اخلاقي او معاشي معاونت روان ساتي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پارليمان د خپلې پارليماني فرينډ شپ ډلې د لارې افغانستان سره امن ٬ سيمه ايزو رابطو او اولسي اړيكو ته ودې وركولو له كردار ترسره كړے۔ده ووئيل تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو سره به د معاشي انضمام د لارې خپلې هڅې روانې ساتو۔ده په هېواد كښې معاشي استحكام راوستلو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د كردار په اهميت زور راوړو۔په غونډه كښې ګډون كوونكي دې خبرې ته سلا شول چې افغانستان له د پاكستان او نړيوالې ورورولۍ د رياست اداره جاتي انفراسټركچر تعمير كښې مرستې ته اړتيا ده دغسې چې هېواد د پرمختګ پلو روان شي او په هېواد كښې امن او استحكام لپاره په كوټلي انداز كار وكړے شي۔ده ووئيل افغانستان زمونږ زړه ته نزدے دے او ټول سټيك هولډرز سره به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او اولسي رابطو ودې لپاره كار كوو۔په غونډه كښې وفاقي وزير فخر امام٬د وزيراعظم د اسټېبلشمنټ خاص مرستيار ارباب شهزاد٬افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازي صادق خان٬يعبوب شېخ او د تجارت وزارت٬ د خزانې ٬ داخله او خارجه چارو اعلٰی چارواكو ګډون كولو
افغانستان سره تجارت او اولسي رابطو ته د ودې وركولو په اړه غونډه٬افغانستان د يو عبوري دور څخه تېرېږي۔د قامي اسبملۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر