اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان د پوليو څخه پاكولو او دې رنځ له ماتې وركول دي٬ د ګل په ورځ پېل كېدونكې د پوليو كمپائن په ګډه كاميابول دي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې شهباز شريف ووئيل پوليو يو مرګونې وائرس دے كوم چې نه يوازې ژوند بلكې د كوچنيانو سباٶن لپاره هم خطر دے، دا خبره د افسوس وړ ده چې تر اوسه د پوليو وائرس بشپړه خاتمه ونه كړې شوه۔ ده ووئيل د ګل ورځ څخه پېل كېدونكې د پوليو كمپائن هدف 25 ډېرې پسمانده ضلعې دي٬ راځۍ چې په ګډه د پوليو كمپائن كامياب كړو او پوليو ته تل لپاره ماتې وركړو
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری