مومند 29 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف مومند بند ته د سېلاب په وجه د رسېدلې زيان د پلټنو حكم كولو سره وئېلي دي چې بايد په پروژه په ټاكلي موده كښې كار ترسره كړې شي٬په نيلم جهلم كښې هم څو مياشتې وړاندې پیښه رامينځ ته شوې٬په راتلونكي وخت كښې به د دې مخ نيوې كول وي٬زمونږ معيشت د ګرانې برېښنا پېدا كولو نشي متحمل كېدې٬د تېلو په راوړلو هر كال اربونه ډالره خرڅ كولو سره د سبسډۍ وركولو په نتيجه كښې په خزانه بوج راځي٬د اوبو هوا او لمر څخه به ارزانه برېښنا پېدا كول وي۔په دې موقع د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او د وزيراعظم خاص مرستيال امير مقام نه علاوه د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)لارښود مولانا عطاﺀ الرحمان هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې د مومند بند چينائي او پاكستانۍ كمپنۍ په ګډه جوړوي٬دا ډېره مهمه پروژه ده٬ د دې څخه به 800 مېګاواټه ارزانه برېښنا پیدا شي۔اوبه خور لپاره به اوبه په لاس راشي او د سېلاب په مخ نيوي كښې به مرسته وشي۔د سېلاب په وجه د بند بنيادي ودانۍ او ټنلز ته زيان رسېدلې د اندېښنې خبره ده۔د دې پلټنې دې وكړی شي چې داسې ولې شوې دي۔وزيراعظم ووئيل چې په اوسني دور كښې د بندونو د اهميت نه انكار نشي كېدې٬په نړۍ كښې چې چرته هم بندونه جوړېږي هلته حفاظتي انتظامات هم كولې شي۔وزيراعظم وئيل چې چينائي كمپنۍ په دې پروژه كار كوي٬بايد پروژه په وخت ترسره كړې شي۔د دې څخه وړاندې د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)سجاد غني او د چينائي كمپنو استازو وزيراعظم ته د مومند بند پروژې او د سېلاب د زيان په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې پروژه د سوات په درياب جوړولې شي۔دې سره به 800 مېګاواټ برېښنا پېدا شي او د 18 زره ايكړ نه زياته زمكه به اوبه شي۔وزيراعظم د مومند بند د سائټ معائنه هم وكړه او د اوبو وسيلو سېكرټري او د واپډا چيئرمېن څخه يې د تعميراتي كار په لړ كښې معلومات ترلاسه كړل
وزيراعظم محمد شهباز شريف د مومند بند پروژې د ځاي دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں