اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان كښې د هند ناظم الامور د نهې په ورځ خارجه وزارت ته رابللے شوے او د حريت لارښود الطاف احمد شاه د حراست په مهال په غېر انساني وژنه د پاكستان حكومت لخوا ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے٬ هغه د تېرو پنځو كلونو څخه په بدنام تهاړ زندان كښې بنديوان ؤ ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې خبره د افسوس څرګندونه وشوه چې د پاكستان لخوا د الطاف احمد شاه په خراب شوي سحت د سختو تحفظاتو څرګندولو باوجود او د هغوي د زوي په خط كښې د هند وزيراعظم د هغه د صحت خرابۍ څخه د خبرېدو باوجود هم هندي حكومت هغه نظرانداز كړو۔ د هند حكومت نه يواځې الطاف احمد شاه ته تسلي بخش طبي مرستې وركولو كښې ناكامه راغلے څوك چې د ګردو په كينسر اخته ؤ بلكه په روغتون كښې د داخلېدو او ضروري تشخيصي ټېسټونو كښې هم غېر معمولي تاخير شوے ۔په بيان كښې وئېلي شوي د دې نه زيات حقيقت دا دے چې د هند چارواكو د هغه كورنۍ هغه سره د ملاقات كولو څخه انكار كولو دغسې په انساني بنيادونو د هغه د ضمانت درخواست عدالتي سماعت كښې د تاخير ښكار شوے۔
د هند ناظم الامور خارجه وزارت ته راوبللے شو٬د حريت لارښود الطاف احمد شاه په حراست كښې په غېر انساني وژنه پاكستان سخت احتجاج رېكارډ كړو
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت