اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئېلي دي پاكستان كښې د سېلاب تباهۍ باوجود حكومت د پوليو خاتمې لپاره هر ممكن هڅې روانې ساتلې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په برلن كښې ورلډ هېلت سمټ كښې د پوليو كنفرنس ته په وېنا كښې وكړه۔عبدالقادر پټيل ووئيل د 27 څخه زياتو پوليو وركرز د پوليو كمپائن په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړيي ۔ده ووئيل پاك پوځ په سختو سيمو كښې د پوليو وركرز امنيت له بشپره مرسته كوي كومه چې د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل د الازهر پوهنتون شېخ العرب مفتي پروفيسر ډاكټر طيب فتوې د پاكستان او اسلامي نړۍ لپاره پېغام دے چې د ماشومانو څخه د روغتيا حق اغستل د اسلامي تعليماتو په ضد عمل دے۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان