اسلام آباد۔18ستمبر (اے پی پی) د مذهبي چا??و وزارت تر اهتمام ??اندې 48 م 2 ورځنې نړيوال سيرت النبي (ص) کنفرنس په 11 او 12 ربیع الاول كېږي٬ دا كنفرنس به په دوه مهمو برخو د مقالو او سيرت او نعت كتابونو مقابلې او سیرت النبی (ص) کنفرنس مشتمل وي۔ د روان كال د مقالات و کتب سیرت ونعت مقابلې اعلان په فرورۍ كښې شوې وو چې سرخط يۍ’’ د هېواد معاشي استحكام ??پاره ستراتيجي ٬ د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې” وو۔ سږ كال مقابلې لپاره 137 کتابونه ترلاسه شول په كومو كښی چې د انعام حقدار 31 ??ګر??ولې شوو ٬ دغسې 94 مقالې ترلاسه شوې په كومو كښې چې د انعام ترلاسه كوؤنكي شمېره 35 ده۔ د روان كال په مهال به 66 خوش نصیبه وګړي د انعامونو په ترلاسه كوؤنكو كښې شامل وي۔ دوئي ته به یادګاری شیلډز، سرټیفېکېټس او نقد انعامونه وركولې شي۔ د سیرت النبی (ص) کنفرنس به دوه سېشن وي۔ په اولني سېشن كښې به د مقالو او په سيرت او نعت د كتابونو په مقابله كښې برخه اخستونكو اول ٬ دويم او درېم پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ليكوالو او شاعرانو ته انعامونه وركولې شي۔ د مذهبي چا??و وزارت تر انتظام ??اندې هر كال كېدونكي كنفرنس كښې ملي او غېر ملكي نوموړي سكالران ګډون كوي چې مقصد يۍ د علماﺀ كرامو يو ځايې ته راج??ع كېدو سره فكري مسافت كمول او د يو بل څخه د استفادې كولو موقعه وركول دي او دا په مذهبي همغږۍ او روادارۍ هم په زړه پورې اغېز لري۔ د کانفرنس پرانستې سېشن كښې به د نعت محفل كولې شي۔ د کنفرنس په دويمه ورځ به مركزي دستوره كښې د سيرت النبي (ص) په بېلو اړخونو سكالران او خطيبان د خيالاتو څرګندونه كوي۔
د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې 48 م 2 ورځنې نړيوال سیرت النبی (ص) کنفرنس په 11 او 12 ربیع الاول كېږي ، د مقالو او د سيرت ونعت كتابونو مقابله كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته به انعامونه وركولې شي
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania